د ايران صدر د پاکستان او ايران  اړيكو په لا قوي كولو زور، په تهران كښې د پاکستان سفير د ايران صدر ته سفارتي اسناد وړاندې كړل

  تهران 23 جولائي (اے پي پي) د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان وئيلي دي پاکستان او د ايران ترمېنځه اقتصادي، تجارتي او د امنيت پشمول بېلو څانګو كښې دوه اړختيزه مرستې له  په بيړه  وده وركول پكار ده ځكه چې موجوده مرسته د دواړو هېوادونو د بشپړ صلاحيت مكمل عكاسي نه كوي٬ په تهران  كښې د پاکستان نوي سفير عمران احمد صديقي سفارتي اسناد قبولو سره د ايران صدر …

 

تهران 23 جولائي (اے پي پي) د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان وئيلي دي پاکستان او د ايران ترمېنځه اقتصادي، تجارتي او د امنيت پشمول بېلو څانګو كښې دوه اړختيزه مرستې له  په بيړه  وده وركول پكار ده ځكه چې موجوده مرسته د دواړو هېوادونو د بشپړ صلاحيت مكمل عكاسي نه كوي٬ په تهران  كښې د پاکستان نوي سفير عمران احمد صديقي سفارتي اسناد قبولو سره د ايران صدر ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې د ګاونډي هېوادونو د اړيكو نه زياتې ژورې دي۔ ده ووئيل  د پاکستان او ايران اړيكې په مضبوط تاريخ، كلتوري، مذهبي او د ورورولۍ په خپلولې تړلې دي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې ايران پاکستان خپل د باور وړ شراکت دار او ورور هېواد ګڼي او پاكستان ئې د ايرانيانو دوېم كور وګرځولو۔ صدر ډاکټر مسعود  پزشکيان دا باور څرګند كړو چې په راتلونكي وخت كښې به د پاکستان او ايران اړيكې لا مستحكمې شي۔ ده په دې وروستو كښې په سيمه ايز پېشرفت كښې د پاكستاني قيادت د فعاله كردار ستائنې كولو سره په خاص توګه د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير لخوا د ايران امريكې ترمېنځه خبرو اترو ته د ودې وركولو د هلو ځلو ستائنه وكړه كومه چې د پاكستان امن او سيمه ايز استحکام سره د حقيقي عزم څرګندونه ده۔ ده ووئيل د دې نوعيت هلې ځلې او د تهران او اسلام آباد ترمېنجه روان مشاورت ته د ايران حکومت او اولس په درنه سترګه ګوري۔ د ايران صدر وزيراعظم محمد شهباز شريف، فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او وفاقي وزير سيد محسن نقوي  لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه

مزید خبریں