د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب واشنګټن ډي سي كښې د آئي ايم ايف اعلٰی چارواكو ٬پاكستان لپاره مشن چيف سره جلا جلا ملاقاتونه٬ د فنډ له مخې  د روان پروګرام په پېشرفت د خيالاتو څرګندونه

  واشنګټن ډي سي23  جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب واشنګټن ډي سي كښې د آئي ايم ايف فرسټ ډپټي منيجنګ ډائرېكټر ډين كټز٬ډپټي منيجنګ ډائرېكټر نائجل كلارك٬آئي ايم ايف مينځني ختيز او  د مينځنۍ آسيا څانګې ډائرېكټر جهاد ازور او پاكستان لپاره مشن چيف ايوا پيټرووا سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل ۔ملاقاتونو كښې د پاكستان ميكرو اكنامك صورتحال٬ايكسټينډډ فنډ فيسلټي(اي ايف ايف)٬ ريزيليئنس اينډ  سسټين …

 

واشنګټن ډي سي23  جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب واشنګټن ډي سي كښې د آئي ايم ايف فرسټ ډپټي منيجنګ ډائرېكټر ډين كټز٬ډپټي منيجنګ ډائرېكټر نائجل كلارك٬آئي ايم ايف مينځني ختيز او  د مينځنۍ آسيا څانګې ډائرېكټر جهاد ازور او پاكستان لپاره مشن چيف ايوا پيټرووا سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل ۔ملاقاتونو كښې د پاكستان ميكرو اكنامك صورتحال٬ايكسټينډډ فنډ فيسلټي(اي ايف ايف)٬ ريزيليئنس اينډ  سسټين ايبلټي فيسلټي(آر ايس ايف)او  د فنډ له مخې  د روان پروګرام  په پېشرفت  تفصيلي  د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔د خزانې وزارت لخوا جاري شوي پريس ريليز له مخې د خزانې وزير د پاكستان ښه مالي صورتحال٬بهرنو معاملات كښې توازن٬ د محصولات اهداف سر كول٬ د قوي زرمبادله پنګې ٬ريكارډ ترسيلات او د كرنټ اكاؤنټ   ښه صورتحال په خاص توګه رامخې ته كړو۔د خبرو اترو په مهال ټيكس او د  توان اصلاحات٬نجكارۍ٬ټيرف ريشنلائزېشن٬  د قرضو انتظام٬مالياتي ذريعو كښې تنوع او  نړيوالو كيپټل ماركيټونو ته د پاكستان د بيرته ستنېدو احاطه وكړه۔د خزانې وزير د حكومت لخوا  د مالياتي نظم و ضبط پالېسي عزت باوري كولو٬ د سټركچرل اصلاحات او اوږدې مودې اقتصادي بدلون په اړه د حكومت  د عزم پخلے وكړو۔