د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب واشنګټن كښې د امريكې ايګزم بنك صدر و چيئرمېن سره ملاقات ٬ د زرعي غلې تجارت زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه

  واشنګټن ډي سي23  جولائي (اے پي پي) د خزانې و محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزيب واشنګتن ډي سي كښې د امريكې ايګزم بانك(ايكسپورټ-امپورټ بنك آف يونائيټډ سټيټس)صدر او چيئرمېن جان جوانووك سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د پاكستان او امريكې ترمينځه اقتصادي او تجارتي مرستې زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د اوږد مهاله پروژو لپاره …

 

واشنګټن ډي سي23  جولائي (اے پي پي) د خزانې و محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزيب واشنګتن ډي سي كښې د امريكې ايګزم بانك(ايكسپورټ-امپورټ بنك آف يونائيټډ سټيټس)صدر او چيئرمېن جان جوانووك سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د پاكستان او امريكې ترمينځه اقتصادي او تجارتي مرستې زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د اوږد مهاله پروژو لپاره د مالي وسائل وركولو او  د پومبې ٬  سويا بين او هائيډرو كاربن پشمول د  غلې تجارت په زياتوالي خاص خبرې  وكړې ۔د خزانې وزير ايګزم بانك لخوا ترجيحي پروژو په اړه  د فريم ورك جوړولو تجويز٬د څو كاله وركړې راكړې نظام او  د امريكې فنانسنګ٬ټېكنالوجۍ٬آلات او سروسز وده كښې آسانۍ وركول وستائېلې۔ډلو  د نزدې مودې ټرانزيكشنز٬فوكل پرسنز تعيناتولو او اسټريټجك فريم ورك ته زر تر زره  د حتمي شكل وركولو ته اتفاق وكړو او ستمبر 2026 كښې  د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې په مهال يې د سټريټجك فريم ورك  په رسمي توګه لاس ليك كېدو له هيله څرګنده كړه ۔