نائب وزيراعظم به په 23 او 24 جولائي  په کرغزستان كښې د شنګھائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو كونسل كښې ګدون كوي۔ خارجه دفتر

  اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به د جمهوريه کرغزستان د خارجه وزير ژين بيک کولوبايف په بلنه په 23 او 24 جولائي د کرغزستان په چولپون آتا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د خارجه وزيرانو د خارجه كونسل په غونډه كښې ګډون لپاره د پاکستاني پلاوي  مشري كوي۔ د زيارت په ورځ د خارجه …

 

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به د جمهوريه کرغزستان د خارجه وزير ژين بيک کولوبايف په بلنه په 23 او 24 جولائي د کرغزستان په چولپون آتا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د خارجه وزيرانو د خارجه كونسل په غونډه كښې ګډون لپاره د پاکستاني پلاوي  مشري كوي۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې به د پاکستان، چين، بيلاروس، هند، ايران، قازقستان، کرغزستان، روسيه، تاجکستان او ازبکستان پشمول د ايس سي او د ټولو غړو هېوادونو خارجه وزيران ګډون كوي ٬ د خارجه وزيرانو کونسل د ايس سي او درېم اعليٰ ترين فورم  كوم چې د نړيوالو اړيكو پشمول د تنظيم د غړو هېوادونو د خارجه او سلامتيا په پاليسو غور كوي٬ د کرغزستان دورې په مهال به نائب وزيراعظم و خارجه وزير د جمهوريه کرغزستان صدر سره هم ملاقات كوي او د دې نه علاوه به د غونډې په مهال د ايس سي او غړو هېوادونو خارجه وزيرانو سره هم ملاقاتونه كوي