اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په تندۍ سره زياتېدونكې آبادي هېواد لپاره لوي چېلنج ګرځولو سره وئيلي دي په آبادۍ كښې توازن هم د تل پاتي قامي پرمختګ ضمانت دے، بايد په زياتېدونكې آبادۍ قابو موندلو له اقدامات او د ودانۍ بهبود ملي فريضه وګڼلې شي۔۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم …
په آبادۍ كښې توازن د تل پاتي قامي پرمختګ ضمانت دے، بايد په زياتېدونكې آبادۍ قابو موندلو له اقدامات او د ودانۍ بهبود ملي فريضه وګڼلې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په تندۍ سره زياتېدونكې آبادي هېواد لپاره لوي چېلنج ګرځولو سره وئيلي دي په آبادۍ كښې توازن هم د تل پاتي قامي پرمختګ ضمانت دے، بايد په زياتېدونكې آبادۍ قابو موندلو له اقدامات او د ودانۍ بهبود ملي فريضه وګڼلې شي۔۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د آبادۍ په حواله د جاج اغستو مهمه غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چيمه، سيد مصطفيٰ کمال، عطاء الله تارړ او اړوند سركاري چارواكو ګډون كولو۔ وزيراعظم ووئيل د آبادۍ منصوبه بندي د قامي ترقۍ، معاشي استحکام او د انساني وسائلو ښه والي سره سمولو كولو ته اړتيا ده، د آبادۍ د بهبود اقدامات په حواله صوبو سره روابط او همكاري دې لا ښه كړې شي، په زياتېدونكې آبادۍ قابو موندلو لپاره د خبرتيا مؤثره اولسي كمپائن كليدي كردار لري۔ وزيراعظم د نيشنل پاپوليشن کونسل غونډې زر تر زره د رابللو امر وكړو۔ په غونډه كښې په هېواد كښې د زياتېدونكې آبادۍ، د آبادۍ ښبګړې او د نيشنل پاپوليشن کونسل د غونډې چمتوالي په اړه بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول د نيشنل پاپوليشن کونسل غونډه به ډېره زر رابللې شي چې پكښې د ټولو صوبو، ګلګت بلتستان اعلٰې وزيران، د آزاد کشمير وزيراعظم او د نورو اړوند ادارو استازي او شراكتدار هم ګډون كوي دغسې چې د آبادۍ ښېګړې په حواله جامع لائحه ترتيب كړې شي، د نيشنل پاپوليشن کونسل د سيکريټريټ د آپريټنګ طريقه کار جوړ كړے شوے، نيشنل سټيبلائزيشن پلان 35-2026 تجوړوو چې پكښې به د آبادۍ د زياتېدو رفتار كمولو په اړه قامي فرېم ورك وړاندې كولې شي، د دې پلان له مخې په آبادۍ كښې د اضافې موجوده شرح 2.55 فيصد نه په كمولو به تر كال 2035 تر 1.25 راوستلو هدف ټاكلے شوے ، پاپوليشن سټيبلائيزشن به د نوې فريم ورك له مخې د صحت، تعليم، د ځوانانو آبادۍ، په ليبر فورس كښې د مېرمنو شمېره ظياتولو، وظيفائي تربيه او سماجي تحفظ ته پام ګرځولې شي، وفاقي حکومت د سماجي تحفظ يو شمېر اقدامات د آبادۍ ښیګړې سره په مشروط كولو كار پېل كړے دے










