پاکستان او سعودي عرب به په منطقه كښې امن، سلامتيا او د استحکام ودې لپاره مرسته  روانه ساتي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي خپل همڅنګ سره ټيلي فوني خبرې

  اسلام آباد۔23جولائي  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  پاکستان او سعودي عرب به په منطقه كښې امن، سلامتيا او د استحکام ودې لپاره مرسته روانه ساتي٬ د دې نه علاوه  بحيرۂ احمر، آبنائے هرمز او په پراخه منطقه كښې د قانوني سمندري تجارت د كوم تعطل نه غېر جريان باوري كولو لپاره به  په ګده كار كوي۔ د زيارت په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم …

 

اسلام آباد۔23جولائي  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  پاکستان او سعودي عرب به په منطقه كښې امن، سلامتيا او د استحکام ودې لپاره مرسته روانه ساتي٬ د دې نه علاوه  بحيرۂ احمر، آبنائے هرمز او په پراخه منطقه كښې د قانوني سمندري تجارت د كوم تعطل نه غېر جريان باوري كولو لپاره به  په ګده كار كوي۔ د زيارت په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم ووئېل ما د سعودي عرب ولي عهد او وزيرِاعظم، شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره ټيلي فوني خبرې كړي او په بحيرهٔ احمر كښې د سعودي په تيل برداره بېړۍ د حوثي مليشيا د بريدونو مې غندنه كړې ده۔ وزيراعظم  ووئيل د دغسې نوعيت كارروائۍ د نه قبلېدو وړ او د نړيوال قانون خلاف ورزي او د سمندري تګ راتګ آزادۍ لپاره خطر لري ٬ كومې چې سيمه ايز امن او سلامتيا ته  هم زيان رسوي۔ وزيراعظم سعودي عرب سره د پاکستان د بشپره يووالي پخلي كولو سره ووئيل زه خپله، فيلډ مارشل سيد عاصم منير او ټول قام په دې نازك وخت كښې د سعودي قيادت او اولس سره كلك او په عزم سره ولاړ دي۔  ما د سعودي عرب سلامتيا، خپلواكۍ، سيمه ايز سالميت او خوشحالۍ لپاره د پاکستان د غير متزلزل عزم پخلے وكړو۔ ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان او ما په دې خبره اتفاق وكړو چې مونږ به په منطقه كښې امن، سلامتيا او استحکام ته ودهې وركولو لپاره نزدې مرسته جاري ساتو او د دې نه علاوه  به بحيرهٔ احمر، آبنائے هرمز او ټوله منطقه كښې قانوني سمندري تجارت او بحري تګ راتګ د كوم تعطل نه غېر باوري كولو لپاره په ګده كار كوٶ