د وزيراعظم د سعودي ولي عهد سره ټيلي فوني تماس، د قانوني سمندري تجارت د كوم ځنډ نه غېر روان ساتلو لپاره سعودي او نړيوالې ورورولۍ سره د مرستې دوامداره ساتلو د عزم پخلے

  اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان له باور وركړے دے چې پاکستان به امن، سلامتيا، استحکام او د بحيرۂ احمر، آبنائے هرمز او په پراخه منطقه كښې د قانوني سمندري تجارت د كوم تعطل نه غېر روان ساتلو لپاره سعودي او نړيوالې ورورولۍ سره نزدې مرسته دوامداره ساتي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس …

 

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان له باور وركړے دے چې پاکستان به امن، سلامتيا، استحکام او د بحيرۂ احمر، آبنائے هرمز او په پراخه منطقه كښې د قانوني سمندري تجارت د كوم تعطل نه غېر روان ساتلو لپاره سعودي او نړيوالې ورورولۍ سره نزدې مرسته دوامداره ساتي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم  شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره ټيلي فوني تماس ونيولو ٬ ډېر په زړه پورې ماحول كښې د شوو خبرو په مهال وزيراعظم په بحيرۂ احمر كښې د سعودي په آئل ټينکرز د حوثي مليشيا د بزدلانه بريدونو سخته غندنه وكړه۔ ده ووئيل  داسې اقدامات بېخي د نه قبلېدو وړ او د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ وزيراعظم ووئيل دا اقدامات جهاز رانۍ او د تجارتي تګ راتګ لپاره خطر لري او سيمه ايز امن، سلامتيا او استحکام زيان رسوي۔ ده سعودي عرب سره د پاکستان د يو والي پخلي كولو سره ووئيل  زه خپله، فيلډ مارشل سيد عاصم منير او ټول قام په دې نازك وخت كښې د سعودي قيادت او اولس سره كلك او په عزم سره ولاړ دي۔ ده د سعودي عرب سلامتيا، خپلواكۍ، سيمه ايز سالميت او خوشحالۍ لپاره د پاکستان د غير متزلزل ملاتړ پخلے وكړو۔ وزيراعظم ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان له باور وركړو چې پاکستان به امن، سلامتيا، استحکام او د بحيرۂ احمر، آبنائے هرمز او په پراخه منطقه كښې د قانوني سمندري تجارت د كوم تعطل نه غېر روانه ساتلو لپاره سعودي او نړيوالې ورورولۍ سره نزدې مرسته  جاري ساتي۔ ده خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود لپاره هم د نېكو هيلو او د خېرسګالۍ د جذبات څرګندونه وكړه۔ ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د  پاکستان د مستقل مرستې او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نزدې ورورولۍ د اړيكو ستائنه وكړه۔