امرېكې د جوهري توان امناكه كارولو لپاره د مرستې په لوظ نامه لاس ليك كړے دے ٬ سعودي عر ب

  رياض۔23 جولائي (اے پي پي) د سعودي عرب د توان وزارت وئېلي دي امرېكې د جوهري توان امناكه  كارولو لپاره د مرستې په لوظ نامه  لاس ليك كړے دے ۔ د اېس پي اے تر مخه بيان كښې وئېلې شوي دي  دا لوظ نامه د دواړو هېوادونو   تر مينځه  د تاريخي سټرټېجك همكارۍ په فرېم ورك كښې راځي۔  دا پېشرفت  تېر كال نومبر كښې د امرېكا دورې په مهال …

 

رياض۔23 جولائي (اے پي پي) د سعودي عرب د توان وزارت وئېلي دي امرېكې د جوهري توان امناكه  كارولو لپاره د مرستې په لوظ نامه  لاس ليك كړے دے ۔ د اېس پي اے تر مخه بيان كښې وئېلې شوي دي  دا لوظ نامه د دواړو هېوادونو   تر مينځه  د تاريخي سټرټېجك همكارۍ په فرېم ورك كښې راځي۔  دا پېشرفت  تېر كال نومبر كښې د امرېكا دورې په مهال د سعودي  ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د اړخه د جوهري توان په اړه  د خبرو اترو تر سره كېدو اعلان نه پس رامخې ته شو۔  دا لوظ نامه  كومې ته  چې د 123  لوظ نامې نامه وركرې شوې د واشنګټن لپاره  د كوم بل هېواد سره  جوهري  مرسته كښې ګدون لپاره ضروري ده۔ په دې د سعودي د توان وزير شهزاده عبدالعزيز بن سلمان او د هغه  د امرېكې هم منصب لاس ليك كړے دے ۔  د ټرمپ انتظاميه دا (بائېلټرل سېف ګارډ ايګرېمنټ) ګرځولے دے ۔  د سعودي وزارت بيان تر مخه    د دې اوظ نامې مقصد د جوهري توان  امناكه كارولو په اړه مرسته زياتول دي۔ د پوهې ٬ ټېكنالوجۍ او علم تبادله آسانولو سره  د دې لوظ نامې مقصد ايټمي سېفټي ٬ ايټمي سېكورټي او د نه خپرولو لپاره د نړيوال معيارت باوري كولو هڅو كښې برخه اچول هم ده۔ دا لوظ نامه د دواړو هېوادونو  تر مينځه د توان او جديد ټېكنالوجي په څانګو كښې  د مرستې زياتولو او تل پاتي پرمخنتګ  له د ملاتړ  كولو لپاره د دواړو هېوادونو د عزم هم عكاسي كوي۔