رياض۔ 23 جولائي )(اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره د قطر وزيراعظم شيخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني ٬ د اردن نائب وزيراعظم و خارجه وزير ايمن الصفدي او د يونان خپل هم منصب ټېلې فوني تماس ونيولو او د منطقې په صورتحال او نورو چارو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د ايس پي اے تر مخه د قطر او …
د سعودي خارجه وزير سره د قطر ٬ اردن او يونان لارښودو ټېلې فوني تماس٬ په سيمه ايز تاؤ تريخوالي د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
رياض۔ 23 جولائي )(اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان سره د قطر وزيراعظم شيخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني ٬ د اردن نائب وزيراعظم و خارجه وزير ايمن الصفدي او د يونان خپل هم منصب ټېلې فوني تماس ونيولو او د منطقې په صورتحال او نورو چارو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د ايس پي اے تر مخه د قطر او اردن لارښودو سره په رابطه كښې د منطقې په وضعه ٬ تاو تريخوالي كښې په كمي ٬ خليج عرب او بحيره احمر كښې د جهاز رانۍ آزادي باوري كولو لپاره په روانو هلو ځلو ٬ د منطقې په امنيت او د استحكام ودې لپاره په سفارتي هڅو او هم غږۍ مشاورت اوشو۔ شهزاده فلصل بن فرحان سره خبرو كښې د يونان خپل هم منصب د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست او په سيمه ايز صورتحال يې خبرې وكړې ۔ دواړو خارجه وزيرانو خليج عرب او بحيره احمر كښې د امنيت او فريډم آف نيوېګېشن باوري كولو په اهميت زور راوړو۔











