اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د منيلا آسيان ريجنل فورم (اے آر ايف) په موقع د مصر خارجه وزير ډاکټر بدر عبدالعاطي سره د ماسختن مېلمستيا كښې د ګډون په مهال ليدلي دي ۔ د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو د پاكستان او مصر دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو په بېلو اړخونو …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د منيلا آسيان ريجنل فورم په موقع د مصر خارجه وزير سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د منيلا آسيان ريجنل فورم (اے آر ايف) په موقع د مصر خارجه وزير ډاکټر بدر عبدالعاطي سره د ماسختن مېلمستيا كښې د ګډون په مهال ليدلي دي ۔ د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو د پاكستان او مصر دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو په بېلو اړخونو تفصيلي خبرې وكړې، چې پكښې تجارت، سرمايه کاري، اقتصادي مرسته او په ګڼ اړخيزه فورمز شريكې همكارۍ ته د ودې وركولو چارې شاملې وې٬ د مېنځني ختيز د تازه صورتحال جاج اخستو سره دواړو مشرانو په تاٶ تريخوالي كښې كمې او د مسئلو حل لپاره د خبرو په اهميت زور راوړو، او د ټولو رياستونو خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا د احترام په ضرورت هم سلاح شول۔ دوي د سيمه ايز عدم استحكام د نړيوال بحري تجارت، د توان تحفظ او په نړيوال معيشت د دې په پرېوتونكو اثراتو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د فلسطين په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د سول آبادۍ په ضد تشدد او مقبوضه لويديزه غاړه كښې د اسرائيل د غېر قانونۍ آبادۍ هلې ځلې مسترد كولو سره يې د خپل موقف پخلے وكړو۔ دوي په قاهره كښې كېدونكې ريجنل فورم كښې په اوسنۍ مشاورتي غونډه هم خبرې وكړې او امن، استحکام او سيمه اېز مرستې ته ودې وركولو لپاره يې د خپل مشترکه عزم پخلے وكړو۔(










