مصنوعي ذهانت او روبوټكس به د پاكستان د سباؤن معيشت مخ په وړاندې بوځي۔شزا فاطمه خواجه

  اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئېلي دي  پاكستان به د روپوټكس او مصنوعي ذهانت بشپړ ويليو مالك جوړ شي ځكه چې په جديد ټېكنالوجۍ كښې خود انحصاري ترلاسه كول يو قامي پريكړه ده  او هېواد اوس دا وژن په حقيقت بدلولو لپاره چمتو دے٬دفاعي ادارې او صنعتي څانګه به په ګډه ډيجيټل جدت ته وده وركوي۔د دې …

 

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د انفارمېشن ټېكنالوجي او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئېلي دي  پاكستان به د روپوټكس او مصنوعي ذهانت بشپړ ويليو مالك جوړ شي ځكه چې په جديد ټېكنالوجۍ كښې خود انحصاري ترلاسه كول يو قامي پريكړه ده  او هېواد اوس دا وژن په حقيقت بدلولو لپاره چمتو دے٬دفاعي ادارې او صنعتي څانګه به په ګډه ډيجيټل جدت ته وده وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ  د دوه ورځني راس(روبوټكس او خود كار نظامونو)ايكسپو 2026 پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه ۔دې ووئيل  د وزيراعظم محمد شهباز شريف په دورانديش قيادت كښې حكومت د ډيجيټل نيشن پاكستان ښكاره وژن خپل كړے۔دې ووئيل  مونږ داسې پاكستان غواړو چرته چې ټېكنالوجي يوازې  د معيشت يوه څانګه نه بلكې د  پیداواري صلاحيت٬روزګار ااو قامي مسابقت اصل محرك جوړ شي٬ډيجيټل بدلون اوس كوم انتخاب نه دے بلكې ډېر ضرورې دے۔شزا فاطمه ووئېل  نړۍ اوس د ډيجيټل دور نه زيرك دور ته داخليږي چرته چې مصنوعي ځېركتيا  د حقيقي نړۍ برخه جوړيږي۔دې ووئيل  مصنوعي ځېركتيا اوس د ويليو كري ايشن بنياد جوړ شوے٬ روبوټس  د كارخانو څخه په وتلو ګودامونو٬پټو٬سړكونو٬مهم انفراسټركچر٬ځپليو سيمو او تر دې چې  د قامي سلامتيا څانګو كښې هم استعماليږي۔وفاقي وزيرې ووئيل  يوازې تېره ورځ وزيراعظم  د مصنوعي ځېركتيا لرونكې   وزيراعظم آفس سسټم پرانسته كړې٬كوم چې به د واكمانۍ په نظام كښې انقلابي بدلون راولي۔دې ووئيل  نن خپلواكي يوازې د پولو په دفاع نه بلكې په جديد ټېكنالوجيز د هېواد ګرفت او ملكيت تللې كيږي۔دې د معركه حق حواله وركولو سره ووئيل دې آپريشن د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې نه يوازې د پاكستان روايتي دفاعي صلاحيتونه بلكې سائبر او  د خپلواكۍ نظامونو كاميابۍ هم د نړۍ په وړاندې ثابت كړل ۔دې ووئيل  دفاعي ادارې او صنعتي څانګې په ګډه ډيجيټل جدت ته وده وركوي۔دې ووئيل  دا كاميابۍ ماته باور راكوي چې نن زه ستاسو په وړاندې د وزيرې په حېث او د وزيراعظم د ډلې غړي  په حېث اووئيم چې مونږ د چا نه كم نه يو۔دې ووئيل  د پاكستان ترقي خوښې سوچ په حقيقت اډانه پكار دے او يوازې  تر آټو ميشن محدود نه بلكې بشپړه بدلون پلو زياتول پكار دے

مزید خبریں