د حكومت بنيادي مقصد كاروبار كښې آسانۍ پېدا كول او سرمايه كارۍ ته وده وركول دي٬په اصلاحات عملدرآمد كښې به ځنډ قبول نه كړے شي۔ د وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د ريګوليټري اصلاحات كابينې كمېټۍ غونډې ته خطاب

  اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئېلي دي د حكومت بنيادي مقصد كاروبار كښې آسانۍ پېدا كول او سرمايه كارۍ ته وده وركول دي٬په اصلاحات عملدرآمد كښې ځنډ به قبلول نه كړؤ شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ريګوليټري اصلاحات كابينې كمېټۍ(سي سي او آر آر)12مې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د وزيراعظم د صنعت او پېداوار …

 

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئېلي دي د حكومت بنيادي مقصد كاروبار كښې آسانۍ پېدا كول او سرمايه كارۍ ته وده وركول دي٬په اصلاحات عملدرآمد كښې ځنډ به قبلول نه كړؤ شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ريګوليټري اصلاحات كابينې كمېټۍ(سي سي او آر آر)12مې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان٬د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او اړوند وزارتونو او  د ادارو اعلٰی چاراكو ګډون كولو۔د غونډې بنيادي ايجنډا د كمېټۍ لخوا  د منظور شوي ريګوليټري اصلاحات پېشرفت تفصيلي جاج اخستل وو۔د سرمايه كارۍ بورډ څخه جاري شوي پريس ريليز له مخې غونډې ته ووئېل شول ش  پرون 558 اصلاحات كښې په 76 عملدرآمد بشپړ شوے٬ 232 اصلاحات باندې كار روان دے او 243 اصلاحات  د مودې تېرېدو باوجود د ځنډ ښكار دي۔وفاقي وزير قيصر احمد شيخ په دې خبره زور راوړو چې سي سي او آر آر پريكړې دې  سنجيده  وګنړلې شي۔ده ووئيل د حكومت بنيادي مقصد كاروبار كښې آسانۍ پېدا كول او سرمايه كارۍ ته وده وركول دي۔ده ووئيل  د سرمايه كارۍ ودې لپاره په ضابطه كارۍ كښې نرمي ضروري ده  او ټول اصلاحات په شريك مشاورت سره ترسره شوې٬ځكه په دې عملدرآمد كښې ځنډ به قبول نه كړے شي ۔ده ووئيل  اوس پام د خنډانو لرېر كولو او په وخت عملدرآمد باوري كولو پلو پكار دے۔په غونډه كښې خاص مرستيال هارون اختر خان په اصلاحات عملدرآمد كښې په تاخير د تشويش څرګندونې سره ووئېل كه چرې په پريكړو عمل ونه شو نو د دې كمېټۍ مقصد متاثر كيږي۔ده تجويز وركړو چې د ټولو ځنډېدونكو ښكار اصلاحات لپاره  د زيات نه زيات  د 30 ورځو مهلت دې وركړے شي او   د دغې نه پس اړوند ادارس د وزيراعظم په وړاندې ځواب وركوونكي پكار دي۔د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د ريګيميټر ډيش بورډ په اړه پوښتنه وكړه او هدايت يې وركړو چې د وزيرانو لپاره يو ايګزيكټو ډيش بورډ جوړ كړئ دغسې چې د پیشرفت موثره نګراني ممكن شي۔په غونډه كښې بيلو وزارتونو او د  ادارو د ځنډ ښكار اصلاحات تفصيلي جاج هم واخستلے شو

مزید خبریں