د سرې شتون او بيعو كښې استحكام لپاره حكومت كوټلي اقدامات كوي۔وفاقي وزير رانا تنوير حسين

  اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين او د پنجاب د كركيلې وزير سيد محمد عاشق حسين شاه په شريكه توګه د يوې غونډې مشري وكړه چې پكښې په ټول هېواد كښې د سرې شتون٬ د بيعو او د ترسيل صورتحال جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې د راتلونكو فصلونو سيزن په لړ كښې كروندګرو ته په مناسب بيعه …

 

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين او د پنجاب د كركيلې وزير سيد محمد عاشق حسين شاه په شريكه توګه د يوې غونډې مشري وكړه چې پكښې په ټول هېواد كښې د سرې شتون٬ د بيعو او د ترسيل صورتحال جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې د راتلونكو فصلونو سيزن په لړ كښې كروندګرو ته په مناسب بيعه د سرې باوري كولو ته خاص پام وكړې شوه۔د شورو په ورځ د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي حكومت٬صوبائي حكومتونو او د سرې جوړونكو كمپنو په شريكه مرسته  د سرې بيعو كښې استحكام راوستلو لپاره په بيلو اقداماتو تفصيلي غور وكړو۔غونډې ته وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئېل حكومت كروندګرو ته په مناسب بيعه سره د كوم تعطل نه غېر باوري كولو لپاره  هر ممكنه اقدامات كوي۔ده ووئيل د سرې په بيعو كښې استحكام او د وركړې نظام موثر  جوړولو لپاره  د ټولو صوبو او اړوند ادارو سره پرله پسې مشاورت روان دے۔وفاقي وزير ووئيل  ما د سرې جوړونكو كمپنو ته  د كروندګرو  پراخه ګټې لپاره د يوريا په بيعو كښې د كمي خواست كړے دے۔ده واضحه كړه چې په هېواد كښې د يوريا زياتره پنګې موجود دي او د سرې كمي په اړه ټول اطلاعات بې بنياده دي۔په غونډه كښې د دې عزم پخلے وشو چې وفاقي او صوبائي حكومتونو د سرې جوړونكو كمپنو سره نزدې رابطه په ځاے ساتلو سره په ټول هېواد كښې د سرې زياتره شتون٬بيعو كښې استحكام او د تعطل نه غېر وركړه به باوري كولې شي دغسې چې  د كركيلې پیداوار زيات اود  قامي غذائي تحفظ اهداف سر كړے شي

مزید خبریں