آستانه 22 جولائي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملكت وجيهه قمر د جمهوريه قازقستان د سائنس٬ اعليٰ تعليم و سياسات وزير نوربيك سره ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې د اعليٰ تعليم، سائنس، تحقيق، اختراع او د هنر د ترقۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو له صلاح راغلې۔ په دې موقع وجيهه قمر ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ …
د تعليم او زظيفائي چارو وزير مملكت وجيهه قمر د جمهوريه قازقستان وزير نوربيك سره وليدل

مزید خبریں
آستانه 22 جولائي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملكت وجيهه قمر د جمهوريه قازقستان د سائنس٬ اعليٰ تعليم و سياسات وزير نوربيك سره ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې د اعليٰ تعليم، سائنس، تحقيق، اختراع او د هنر د ترقۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو له صلاح راغلې۔ په دې موقع وجيهه قمر ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت په هېواد كښې د تعليمي معيار ښه كولو، تر تعليم رسنه زياتولو، اختراع ته ودې وركولو او ځوانانو ته د نړيوال معيار هنرونه وركولو لپاره د “تعليمي هنګامي حالت” اعلان كړے دے۔ دې ووئيل دا قامي هدفونه سر كولو لپاره نړيواله تعليمي همكاري ډېره مهمه ده۔ دواړو وزيرانو د پاكستان او قازقستان ترمېنځه د اعليٰ تعليم په څانګو كښې مرستې زياتولو، د استاذانو او زده كوٶنكو په تبادلو، مشتركه او ډبل ډګري پروګرامونو، تحقيقي منصوبو، د پوهنتونونو ترمېنځه روابط او اداره جاتي اشتراك ته په لا ودې وركولو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه










