نوے ډيلے 22 جولائي (اے پي پي) د هند سينئر دفاعي تجزيه کار پراوين ساهني وئيلي دي لويديزه اسياء كښې د پاکستان مخ ملازه زياته شوې ده چې په سبب ئې پاكستان د خليجي هېوادونو په سلامتيا كښې د مهم كردار لوبولو صلاحيت لري۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې پراوين ساهني خپل اېكس پوسټ كښې د منطقې په موجوده صورتحال رائے څرګندونه كښې ليكلي چې په لويديز آسياء …
لويديزه اسياء كښې د پاکستان مخ ملازه زياته شوې ده ۔ د هند دفاعي تجزيه کار
نوے ډيلے 22 جولائي (اے پي پي) د هند سينئر دفاعي تجزيه کار پراوين ساهني وئيلي دي لويديزه اسياء كښې د پاکستان مخ ملازه زياته شوې ده چې په سبب ئې پاكستان د خليجي هېوادونو په سلامتيا كښې د مهم كردار لوبولو صلاحيت لري۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې پراوين ساهني خپل اېكس پوسټ كښې د منطقې په موجوده صورتحال رائے څرګندونه كښې ليكلي چې په لويديز آسياء كښې به د پاکستان کردار لا مضبوط شي۔ هغه ليكلي دي چې پاکستان ھغه يوازنے هېواد دے كوم چې خليجي هېوادونو لپاره د امريکي سکيورټي متبادل جوړېدے شي۔ هغه ليكلي دي چې په منطقه كښې د امريکې فريم ورك بدلولو خواهش لرونكې ايران لپاره هم پاکستان يو مناسب انتخاب دے۔ پراوين ساهني خپله رائے په داسې وخت كښې رامخې ته كړې ده چې كله پاکستان خليجي هېوادونو سره پوځي او سفارتي اړيكې مستحکمې كوي۔ د هند دفاعي تجزيه کار په دې رائے په سوشل ميډيا يو نوې اړخ چېړلے دے٬د سوشل ميډيا ځيني هندي صارفين د پراوين ساهني رائے سره اتفاق لري او نور دا پوښتنه كوي چې د هند وزيراعظم نريندر مودي او د هغه حكومت به په مطنقه كښې د طاقت دا بدلون كله تسليموي؟










