اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير سره د فامسن ګروپ چيف ايګزيکټو آفيسر (سي اي او) جيک چن په مشرۍ كښې پلاوي وليدل٬ په دې موقع په پاکستان كښې د كركېلې څانګې ته په جديد ډول پرمختګ وركولو ، د غلې ذخيره كولو جديد نظام، د ټيکنالوجۍ په منتقلۍ او د سرمايه کارۍ ودې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه …
د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير سره د فامسن ګروپ سي اي او په مشرۍ كښې پلاوي وليدل
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير سره د فامسن ګروپ چيف ايګزيکټو آفيسر (سي اي او) جيک چن په مشرۍ كښې پلاوي وليدل٬ په دې موقع په پاکستان كښې د كركېلې څانګې ته په جديد ډول پرمختګ وركولو ، د غلې ذخيره كولو جديد نظام، د ټيکنالوجۍ په منتقلۍ او د سرمايه کارۍ ودې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د شورو په ورځ د وزارت وياند له مخې وفاقي وزير د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل پاکستان چين سره خپلې زړې او مثالي دوستۍ ته ډېر اهميت وركوي او د پاکستان معيشت او په زرعي څانګه د چين د کمپنو باور خوشبينه ګڼي۔ ده ووئيل پاک چين مرسته اوس نوې پړاٶ ته داخله شوې چرته چې د بنيادي ډھانچې جوړولو سره سره زرعي ترقي، صنعت کارۍ، د ټيکنالوجي منتقلۍ ، جدت او په ويليو ايډيشن ته خاص پام لرنه كېږي۔ وفاقي وزير د پاکستان زرعي و غذائي څانګه كښې د فامسن ګروپ د تېرو دوو لسيزو د خدمات ستائنې كولو سره ووئيل کمپني په فيډ ملنګ، د غلې هينډلنګ او فوډ پروسيسنګ څانګو پرمختګ كښې د قدر وړ كردار لوبولے دے۔









