اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د اسلامي جمهوريه ايران داخله وزير اسکندر مومني وئيلي دي ايران د خاص ارلي وارننګ سسټمز، پيشګي ډيزاسټر مينجمنټ، اداره جاتي رابطه کارۍ او په ډيزاسټر رسك كښې كمي لپاره د جديد ټيکنالوجۍ د كارولو په څانګو كښې د پاکستان تجربو څخه د استفادې کولو خوښي لري، د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه مرسته او د معلومات د تبادلې ودې سره به د قدرتي …
ايران د ډيزاسټر مينجمنټ په څانګه كښې د پاکستان تجربو څخه د استفادې خوښي لري ۔ اسکندر مومني

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د اسلامي جمهوريه ايران داخله وزير اسکندر مومني وئيلي دي ايران د خاص ارلي وارننګ سسټمز، پيشګي ډيزاسټر مينجمنټ، اداره جاتي رابطه کارۍ او په ډيزاسټر رسك كښې كمي لپاره د جديد ټيکنالوجۍ د كارولو په څانګو كښې د پاکستان تجربو څخه د استفادې کولو خوښي لري، د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه مرسته او د معلومات د تبادلې ودې سره به د قدرتي آفتونو او د موسمياتي بدلون له امله د رامخئ كېدونكې خطرو مخنيوي له د منطقې مجموعي استعداد زيات شي۔ د شورو په ورځ د اين ډي ايم اے لخوا د جاري بيان له مخې د اسلامي جمهوريه ايران داخله وزير اسکندر مومني په مشرۍ كښې د ايران د لوړې كچې پلاوي د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري او په پاکستان كښې د ايران سفير ډاکټر رضا اميري مقدم سره د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اين ډي ايم اے) په هيډکوارټرز كښې جوړ د نيشنل ايمرجنسيز آپريشنز سينټر دوره وكړه ۔ د اين ډي ايم اے ډلې پلاوې د نيشنل ايمرجنسيز آپريشنز سينټر د جديد صلاحيتونو نه خبرولو سره په پاکستان كښې بيا بيا د قدرتي افتونو په خطرو كښې كمي لپاره د اختيار كړېي فعال ډيزاسټر مينجمنټ په نظام تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د اين ډي ايم اے چيئرمين ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك د سيمه ايزې مرستې زياتولو او په نړيواله كچه د ډيزاسټر رسک ريډکشن نوې وژن په حواله د اين ډي ايم اے د اقدامات نه پلاوي خبر كړو۔ پلاوي په دې وروستيو كښې د اين ډي ايم اے د ځانګړو كاميابو او په راتلونكي پړاٶ كښې جديد تر ټيکنالوجيز ترلاسه كولو د منصوبو نه هم خبر كړے شوے چې مقصد ېې مستند ډيزاسټر ارلي وارننګ (ډي اي ډبليو) نظام جوړول او د مرستې ادارو او وسائلو رسوٶنكو ادارو ترمېنځه موثره او كوټلې كارروائۍ باوري كول دي۔ ۔ په دې موقع په ځائي كچه د خطرو په اړه موثره خبرتيا، پيشګي اقدامات، د قامي وسائلو په وخت رسول او په نړيواله كچه د كوټلې مرستې د لارې د آفتونو په مهال په سمدستي توګه د مرستې كارروائيو په نظام هم رڼا واچولې شوه۔ په دې موقع د ډيزاسټر لينس 2026 (پاکستان او نړيوالې ورورولۍ لپاره) عملي مظاهره وړاندې كړې شوه او د جامع نړيوالو سيموليشن مشقونو بېلې هڅې هم پلاوي ته وښودلې شوې۔ د ايران پلاوي د اين ډي ايم اے د پاکستان جديد، موثره او د اعليٰ معيار ډيزاسټر مينجمنټ نظام او د دې د صلاحيتونو ستائنې كولو سره د پاکستان او ايران ترمېنځه د افتونو مخنيوي او د هنګامي غبرګون په څانګو كښې مسلسل مرستې ته لا وده وركولو لپاره خپل خواهش څرګند كړو ۔ د ملاقات په مهال د ايران داخله وزير اسکندر مومني د پاکستان ډيزاسټر رسک مينجمنټ او د هنګامي چمتوالي په نظام كښې د شوي ځانګړې پېشرفت ستائنه كولو سره ارلي وارننګ سسټمز، پيشګي ډيزاسټر مينجمنټ، اداره جاتي رابطه کاري او په ډيزاسټر رسک كښې كمي لپاره د جديد ټيکنالوجۍ كارولو په څانګو كښې د پاکستان تجربو څخه د استفادې كولو لپاره خوښي څرګنده كړه۔(









