سډني۔ 22 جولائي (اے پي پي) د سډني تهنډر نامتو لوبغاړي او كپتان ډيوډ وارنر د شراب نوشۍ په حالت كښې د ډرائيونګ كولو په مقدمه كښې خپل جرم قبول كړے دے ٬ د كوم نه پس چې د هغه كپتاني په خطر كښې پرېوتې ده ۔ د ايس پي اين تر مخه د ويورلي لوكل كورټ كښې د سماعت په مهال ډيوډ وارنر د اړخه د هغه وكيل …
ډيوډ وارنر د شراب په نشه كښې د ډرائيونګ كولو جرم قبول كړو ٬ كپتاني په خطر كښې پرېوتله

مزید خبریں
سډني۔ 22 جولائي (اے پي پي) د سډني تهنډر نامتو لوبغاړي او كپتان ډيوډ وارنر د شراب نوشۍ په حالت كښې د ډرائيونګ كولو په مقدمه كښې خپل جرم قبول كړے دے ٬ د كوم نه پس چې د هغه كپتاني په خطر كښې پرېوتې ده ۔ د ايس پي اين تر مخه د ويورلي لوكل كورټ كښې د سماعت په مهال ډيوډ وارنر د اړخه د هغه وكيل بابهي هل مېډيا او عدالت ته ووئېل د هغه موكل د اسيټر په مهال شراب څښلو نه بس د ګاړي چلولو تور تسليم كړے دے٬ 39 كلنه د آسټرېليا لوبغاړي ډيوډ وارنر په 5 اپرېل سډني كښې د پوليس روډ سائېډ چېكنګ په مهال اودرولے شوے ؤ او بيا د ماروبرا پوليس تهاڼه كښې د معائنې په مهال د هغه په وينه كښې د الكحل مقدار د قانوني حد نه يو په دوه زيات يعني 104۔0 رامخې ته شو۔ د ډيوډ وارنر وكيل ووئېل ډيوډ وارنر پخپله پرېكړه ډېر خفه دے او هغه ته معلومه ده چې هغه يو ډېر غېر ذمه وار او ناسمه ګام اغستے ۔ د عدالت د اړخه د هغه د سزا فېصله به په 18 اګست اورولې شي۔واضحه دې وي چې په ډيوډ وارنر په كال 2018 كښې د بال ټمپرنګ سكېنډل نه پس په قيادت تر ټول عمري بندېز لګولے شوے ؤ كوم چې په كال 2024 كښې ختم شوے ؤ۔ خو د دې نوې قانوني معاملې نه پس د سډني تهنډر په كپتانۍ د هغه پاتي كېدلو په اړه پوښتنې رامخې ته شوي دي۔









