الجزائر۔22 جولائي (اے پي پي) الجزائر كښې د سختې ګرمۍ د لاساه په ځنګلو لګېدلي اور څخه په بېلا بېلو سيمو كښې د لږ نه لږ 6 كسان مړه شول۔ د شنهوا تر مخه د الجزائر داخله وزارت ٬ د ځايي حكومتونو او ټرانسپورټ مطابق په قطبي سيمو كښې د روانې سختې ګرمۍ څخه په ځنګلو او جهاړو بوټو كښې د اوور لګېدو پیښې زياتې شوي دي۔ د سول …
الجزائر كښې د سختې ګرمۍ د لاسه په ځنګلو لګېدلي اور كښې 6 كسان مړه شول
مزید خبریں
الجزائر۔22 جولائي (اے پي پي) الجزائر كښې د سختې ګرمۍ د لاساه په ځنګلو لګېدلي اور څخه په بېلا بېلو سيمو كښې د لږ نه لږ 6 كسان مړه شول۔ د شنهوا تر مخه د الجزائر داخله وزارت ٬ د ځايي حكومتونو او ټرانسپورټ مطابق په قطبي سيمو كښې د روانې سختې ګرمۍ څخه په ځنګلو او جهاړو بوټو كښې د اوور لګېدو پیښې زياتې شوي دي۔ د سول پروټېكشن ډېپارټمنټ وياند نسيم برناوي سركاري رېډيو ته ووئېل د جولائي د پېل نه تر اوسه په ټول هېواد كښې يو زر 460 د اور لګېدو پیښې رېكارډ شوي دي۔ هغه ووئېل د پوځ ٬ ځنګلات محكمې ٬ ځايي انتظاميې او د اړوند ادارو او رضا كارو په مرسته په اور د 85 نه تر 90 فيصد قابو موندلے شوے دے خو په عنابه ٬ بجابه٬ قالمه ٬ الطارف ٬ خنشله ٬ مېله ٬ البوېره ٬ المديه او مسكره ولايتونو كښې د اور مړ كولو عمل لا هغسې روان دے۔









