اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)پاكستان سعودي عرب او بحريه احمر كښې د تجارتي جهاز رانۍ په ضد د حوثي مليشيا لخوا د روانو پرله پسې دړكو غندنې كولو سره وئېلي دي د دې نوعيت كاروائۍ د سيمه ايزې سلامتيا لپاره خطر او د جهاز رانۍ آزادۍ لپاره زيان مندې دي ٬په قواعد اډانه بحري نظام لپاره چیلنج او نړيوال تجارت د تعطل نه غېر جريان متاثره كوي۔د …
سعودي عرب او بحريه احمر كښې د تجارتي جهاز رانۍ په ضد د حوثي مليشيا دړكې د غندنې وړ٬ د سيمه ايزې سلامتيا او نړيوال تجارت لپاره زيان مندې دې۔پاكستان
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)پاكستان سعودي عرب او بحريه احمر كښې د تجارتي جهاز رانۍ په ضد د حوثي مليشيا لخوا د روانو پرله پسې دړكو غندنې كولو سره وئېلي دي د دې نوعيت كاروائۍ د سيمه ايزې سلامتيا لپاره خطر او د جهاز رانۍ آزادۍ لپاره زيان مندې دي ٬په قواعد اډانه بحري نظام لپاره چیلنج او نړيوال تجارت د تعطل نه غېر جريان متاثره كوي۔د خارجه دفتر وياند لخوا د شورو په ورځ جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې تجارتي جهاز راني او سعودي عرب سره تجارتي هلې ځلې د نخښه كولو دړكې نه قبلولو وړ او د نړيوال قانون مسلمه اصولو خلاف ورزي ده۔بيان كښې وئېلي شوي دي چې پاكستان په خاص توګه په دې اطلاعات تشويش لري چې له مخې يې سعودي عرب سره قانوني تجارتي هلو ځلو كښې بوښتو جهازونو ته دړكې وركړې كيږي۔بيان له مخې پاكستان د ملګرو ملتونو منشور او نړيوال قانون له مخې د خپلو سمندري اثاثو اود قامي ګټې تحفظ لپاره د دفاع حق له مخې ټول ضروري اقدامات پشمول د قانون له مخې د طاقت استعمالولو حق محفوظ لري۔پاكستان مينځني ختيزه شخړه كښې د سعودي عرب راښكلو په هڅو هم د تشويش څرګندونې كولو سره د ورور هېواد سعودي عرب سلامتيا٬خپلواكۍ٬سيمه ايزې سلامتيا او خوشحالۍ لپاره د خپل غېر متزلزل ملاتړ پخلے وكړو۔د خارجه دفتر په خپل بيان كښې وئېلي دي پاكستان خبرو اترو٬سفارت كارۍ او په منطقه كښې د تاؤ تريخوالې خاتمې لپاره په خپل پوخ عزم قائم پاتې كېدو سره په ټولو ډلو زور راوړي چې هغوي د نړيوال قانون احترام وكړي او د نړيوالو سمندري بيړو تحفظ او سلامتيا باوري كړي۔











