امرېكې د يوكرېن لپاره د  400 مېلين ډالره پوځي مرسته ايساره كړه

  واشنګټن ۔22 جولائي (اے پي پي) د امرېكې انتظاميې د يوكريېن لپاره  د 40 مېلين ډالرو  پوځي مرسته ايساره كړه۔ د تاس تر مخه د امرېكې سنېټر ډك ډربن انكشاف كړے دے  چې د امرېكې انتظاميه د كانګرېس څخه منظور كړې  د يوكرېن لپاره اضافي د 400 مېلين پوځي مرستې د سمدستي منتقل كولو نه انكار كړے دے۔ د الينوائے څخه تعلق لرونكې ډيمو كرېتك سېنېټر ډك ډربن د …

 

واشنګټن ۔22 جولائي (اے پي پي) د امرېكې انتظاميې د يوكريېن لپاره  د 40 مېلين ډالرو  پوځي مرسته ايساره كړه۔ د تاس تر مخه د امرېكې سنېټر ډك ډربن انكشاف كړے دے  چې د امرېكې انتظاميه د كانګرېس څخه منظور كړې  د يوكرېن لپاره اضافي د 400 مېلين پوځي مرستې د سمدستي منتقل كولو نه انكار كړے دے۔ د الينوائے څخه تعلق لرونكې ډيمو كرېتك سېنېټر ډك ډربن د كانګرېس د اپروي پرې اېشنز كمېټۍ غونډې په مهال  د جوائنټ چيفس آف اسټاف چېيئرمېن نه پوښتنه وكړه  چې آيا ده ته د دې خبرې علم شته  يا انتظاميه خبر كړے دے  چې دا فنډ به د راروان صدر پورې دستياب نه وي۔ په دې جنرل ډېن كېن ځواب وركړو چې زه په دې اړه كوم معلومات نه لرم ۔ سېنېټر ډربن زياته كړه چې د خرڅونو موجود منصوبې تر مخه  د دې پیسو د كارولو  چمتوالے به په مالي كال 2029 كښې نيولې شي  او په دې اړه  ختمې پرېكړه به د امرېكې نوے صدر كوي۔ هغه كه هر څوك وي۔ دا بيان د سېنېټ اپرېوپرې اېشنز كمېټۍ د غونډې په موقع رامخې ته شوے  چې پكښې د امرېكې د دفاع وزير بېټ هېګسته هم موجود ؤ۔

مزید خبریں