منيلا 22 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په منيلا كښې د آسيان ريجنل فورم (اے آر ايف) 33مې وزارتي غونډې په موقع د بنګله ديش خارجه وزير او د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي 81مې غونډې نوې منتخب صدر خليل الرحمٰن سره وليدل۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې دواړو مشرانو د پاکستان او بنګله ديش ترمېنځه د …
د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په منيلا كښې د بنګله ديش خارجه وزير خليل الرحمٰن سره وليدل
منيلا 22 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په منيلا كښې د آسيان ريجنل فورم (اے آر ايف) 33مې وزارتي غونډې په موقع د بنګله ديش خارجه وزير او د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي 81مې غونډې نوې منتخب صدر خليل الرحمٰن سره وليدل۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې دواړو مشرانو د پاکستان او بنګله ديش ترمېنځه د اړيكو د پېشرفت جاج واخست او تېر كال د نائب وزيراعظم د بنګله ديش دورې څخه دوه اړخيزه اړيكو د نوي رفتار ستائنه وكړه٬ ده دوه اړخيزه روابط لا مضبوطولو لپاره د مشترکه عزم پخلے وكړو۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د زياتو شوو روابطو پشمول په اولسي كچې زياتنېدونكو تبادلو او سږ كال د نېغ په نېغه پروازونو پېل نه وروستو د ښه كېدونكو رابطو هركلي كولو سره د دې مثبت پېشرفت په ځائ ساتلو ته اتفاق وكړو۔ دواړو مشرانو د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔












