ملګري ملتونه۔ 22 جولائي (اے پي پي) په سوئېلې ختيزه اسيا كښې جرائم بېشه ډلې په بيړه سره د كوټلي نېټ وركس او جديد ټېكنالوجۍ په كارولو يو داسې غېر قانوني معيشت جوړوي كوم چې ډېر په تندۍ سره خورېږي او د كوم اثرات چې د اسيا څخه ډېر وړاندې محسوسيږي۔ د اردو نيوز تر مخه د ملګرو ملتونو راپور كښې وئېلې شوي دي چې يوازې د ټګې برګۍ …
تېر كال 1۔114 ارب ډالر د سكېمنګ د لارې لوټ كړے شوي ٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 22 جولائي (اے پي پي) په سوئېلې ختيزه اسيا كښې جرائم بېشه ډلې په بيړه سره د كوټلي نېټ وركس او جديد ټېكنالوجۍ په كارولو يو داسې غېر قانوني معيشت جوړوي كوم چې ډېر په تندۍ سره خورېږي او د كوم اثرات چې د اسيا څخه ډېر وړاندې محسوسيږي۔ د اردو نيوز تر مخه د ملګرو ملتونو راپور كښې وئېلې شوي دي چې يوازې د ټګې برګۍ او سكېمنګ د لارې 2025 كښې په نړيواله كچه 3۔88 ارب ډالر لوټ كړے شوي دي۔ د ملګرو ملتونو د نشه اي توكو د مخ نيوي دفتر (يواين او ډي سي) راپور كښې وئېلي دي چې هغه نړيوال جرائم كوم چې زياتره اول تر سوئېلې اسيا محدود وو اوس تر نورو منطقو پراخه شوي دي ٬ دغسې نړيوالې جرائم پېشه ډلې اسيا كښې د نشه اي توكو٬ بشري قاچاق او د ځنګلي زنده سر په غېر قانوني تجارت كښې ككړې دي ۔ د راپور تر مخه جرائم پیشه عناصر د نوې ټېكنالوجۍ د لارې نړيوال مالياتي نظام كښې مني لانډرنګ كوي او د مصنوعي څېركتيا په كارولو ګرده نړۍ كښې خلق په نخښه كوي۔راپور كښې دا هم انكشاف شوے چې چې ماشومان ته د مصنوعي حېركتيا او آن لائن ګېمنګ دواړو څخه سختې خطرې ورمخې ته دي۔دغسې سوشل مېډيا ٬ آن لائن ګېمنګ او د جوارۍ وېپ پاڼې هم د ماشومانو لپاره خطري ثابتېږي۔










