د سعودي ولي عهد د برطانيې نوي وزيراعظم له مباركي وركړه

  رياض۔ 22 جولائي (اے پي پي)  د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د برطانيې نوي وزيراعظم  اينډي برنهم ته د مباركي پېغام لېږلے دے ۔ د ايس پي اے تر مخه  د سعودي ولي عهد خپل د مباركۍ پېغام كښې د اينډي برنهم كاميابۍ ٬ د برطانيې دوست اولس ترقۍ او خوشحالۍ لپاره خپلې هيلې څرګندې كړې۔ هغه د دواړو هېوادونو  او اولسونو تر مينځه د …

 

رياض۔ 22 جولائي (اے پي پي)  د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د برطانيې نوي وزيراعظم  اينډي برنهم ته د مباركي پېغام لېږلے دے ۔ د ايس پي اے تر مخه  د سعودي ولي عهد خپل د مباركۍ پېغام كښې د اينډي برنهم كاميابۍ ٬ د برطانيې دوست اولس ترقۍ او خوشحالۍ لپاره خپلې هيلې څرګندې كړې۔ هغه د دواړو هېوادونو  او اولسونو تر مينځه د ښو اړيكو ستائنه كړې او دې ته په ېبلا بېلو څانګو كښې د لا پرمختګ وركولو لپاره يې  خوښي ظاهر كړې۔ ياد دې وي  چې د برطانيه نوے وزيراعظم اينډي برنهم د ګل په ورځ خپل منصب سنبهال كړے ۔ هغه د 2001 نه تر 2017 د پارلمان غړے  پاتي دے او د ټوني بليئر  او ګورډن براؤن په حكومتونو كښې وزير هم پاتي شوے دے۔