منيلا۔22 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د 33 م آسيان ريجنل فورم (اے آر ايف) په وزارتي غونډه كښې ګدون لپاره د خپل پلاوي سره د فلپائن پايه تخت منيلا ته ورسېد۔ د شورو ورځ د نائب وزيراعظم د دورې سفارتي مصروفيات لپاره مهمه ورځ ده چې پكښې د اے آر ايف په غونډه كښې ګدون او په دې مهال د بېلا …
نائب وزيراعظم د 33 م آسيان ريجنل فورم په وزارتي غونډه كښې ګدون لپاره منيلا ته ورسېد
منيلا۔22 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د 33 م آسيان ريجنل فورم (اے آر ايف) په وزارتي غونډه كښې ګدون لپاره د خپل پلاوي سره د فلپائن پايه تخت منيلا ته ورسېد۔ د شورو ورځ د نائب وزيراعظم د دورې سفارتي مصروفيات لپاره مهمه ورځ ده چې پكښې د اے آر ايف په غونډه كښې ګدون او په دې مهال د بېلا بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه شامل دي۔ هوائي اډې ته په رسېدز د فلپائن خارجه وزارت د استخبارات و امنيتي سروسز اسسټنټ سېكرټري ايلمر جي كيټو ٬ فلپائن كښې د پاكستان سفيرې عاصمه رباني او د پاكستان سفارت چارواكو د نائب وزيراعظم هر كلے وكړو۔











