نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار به منيلا كښې د آسيان ريجنل فورم په33مه  وزارتي غونډه كښې د پاکستان پلاوي مشري كوي

  اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به په 23 جولائي د فلپائن په پايه تخت منيلا كښې د آسيان ريجنل فورم (اے آر اېف) په33مه  وزارتي غونډه كښې د پاکستان د پلاوي مشري كوي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د لوړې كچې په دې غونډه كښې به د آسيان ريجنل فورم …

 

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به په 23 جولائي د فلپائن په پايه تخت منيلا كښې د آسيان ريجنل فورم (اے آر اېف) په33مه  وزارتي غونډه كښې د پاکستان د پلاوي مشري كوي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د لوړې كچې په دې غونډه كښې به د آسيان ريجنل فورم د 27 غړو هېوادونو خارجه وزيران او استازي ګډون كوي او د آسيان سيکرټري جنرل به په غونډه كښې ګډون كوي۔ د اے آر ايف وزارتي غونډې په مهال به نائب وزيراعظم و خارجه وزير ايشيا پيسيفك منطقې ته په ورمخې ته سياسي او د سلامتيا په چارو په كېدونكو خبرو كښې برخه اخلي، چرته چې به مسلسل مکالمې او د سفارت کارۍ د لارې امن، استحکام او د شريكې مرستې ودې ته خاص پاملرنه كولې شي۔ په دې موقع به نائب وزيراعظم و خارجه وزير د فلپائن خپل همڅنګ پشمول د ګډون كوٶنكو هېوادونو اعلٰې چارواكو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي٬ د يادونې وړ ده چې په 1994 كښې جوړ شوے آسيان ريجنل فورم (ARF) د سيمې ايزې سلامتيا چارو په اړه د ګڼ  اړخيزه مشاورت يو مهم پلېټ فارم دے٬ پاکستان په كال 2004 كښې د دې فورم غړے جوړ شوے او د ھغه وخت نه تراوسه د فورم د سيمه ايزو پروګرامونو او مقاصدو ودې لپاره پرله پسې فعاله او ګټور كردار لوبولے دے

مزید خبریں