د انشورنس نظام مضبوطول موسمياتي استحکام، د سرمايه کارۍ معاونت او تل پاتې اقتصادي پرمختګ لپاره ضروري دے۔ عدنان پاشا

  اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سلاحكار عدنان پاشا په پاکستان كښې د انشورنس د كار دائرې ته پراختيا وركولو او معيشت د موسمياتي او نورو خطرو نه محفوظولو لپاره په ټاكلې موده كښې د عملي اقدامات په ضرورت زور راوړے دے۔ د فنانس ډويژن له مخې ده دا خبره د انشورنس ايسوسي ايشن آف پاکستان (آئي اے پي) او د پاکستان سوسائټي آف …

 

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سلاحكار عدنان پاشا په پاکستان كښې د انشورنس د كار دائرې ته پراختيا وركولو او معيشت د موسمياتي او نورو خطرو نه محفوظولو لپاره په ټاكلې موده كښې د عملي اقدامات په ضرورت زور راوړے دے۔ د فنانس ډويژن له مخې ده دا خبره د انشورنس ايسوسي ايشن آف پاکستان (آئي اے پي) او د پاکستان سوسائټي آف ايکچوريز (پي ايس او اے) په همكارۍ سره د “استحکام نه تر مضبوطيا: په پاکستان كښې د انشورنس ودې لپاره پاليسي ايجنډا” په سرخط كراچۍ كښې د وړومبي آئي اے پي اينډ پي ايس او اے  انټرنيشنل انشورنس کنفرنس 2026 ته د خاص مېلمه په حېث خپلې وېنا كښې وكړه۔ د کنفرنس پرانسته د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه وكړه چې پكښې نزدې 800 استازو ګډون كولو٬ پاليسي سازو، د انشورنس صنعت مشرانو، غير ملکي ري انشوررز او ايکچوريز، پرمختيائي شراکت دارو او د مالياتي څانګو پوهانو ته خپلې وېنا كښې ده د پاکستان معاشي مضبوطيا، د موسمياتي بدلون مخنيوي چمتوالي او د تل پاتې اقتصادي پرمختګ په وده كښې د انشورنس په مهم كردار زور راوړو۔ ده  په پاکستان كښې د انشورنس دائره کار ته پراختيا وركولو او معيشت د موسمياتي او نورو خطرو نه محفوظولو لپاره په ټاكلې موده كښې د عملي اقدامات په ضرورت زور راوړو

مزید خبریں