اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي پاکستان د پارلیمانی سفارتکارۍ، تجارت او اولسي تړون پراخه كولو د لارې كاناډا سره د خپلې پخوانۍ ملګرتيا تر نوو بامونو رسولو عزم لري۔ د نهې په ورځ د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آنند په درناوي كښې د هر كلي دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې د سېنېټ چيئرمېن انیتا آنند ته …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پارليماني سفارتكارۍ ٬ تجارت او اولسي تړون د لارې د پاك – كاناډا اړيكو په لا مستحكمولو زور

مزید خبریں
اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي پاکستان د پارلیمانی سفارتکارۍ، تجارت او اولسي تړون پراخه كولو د لارې كاناډا سره د خپلې پخوانۍ ملګرتيا تر نوو بامونو رسولو عزم لري۔ د نهې په ورځ د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آنند په درناوي كښې د هر كلي دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې د سېنېټ چيئرمېن انیتا آنند ته د پاكستان اولنۍ دورې په كولو هركلي وئيلو سره هغې لپاره د سېنېټ٬ پارليمان او پاكستاني اولس لخوا د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان او كاناډا ترمينځه په 8 لسيزو محيط د ملګرتيا اړيكې په متقابل احترام ٬ شريكه ګټه ٬ تعميري سياسي مكالمه ٬ زياتېدونكې اقتصادي همكارۍ ٬ تعليمي تبادلو او په كاناډا كښې د مېشته فعاله پاكستاني كميونټي په خذمات ولاړې دي۔ ده ووئيل دوه اړخيزه تجارت د پاكستان او كاناډا د اړيكو بنيادي ستن ده۔ د سېنېټ چيئرمېن د نائب وزيراعظم اسحاق ډار او خارجه وزيرې انيتا آنند ترمينځه په اوټاوا كښې د شوې خبرو مثبت نتيجې ستائېلو سره ووئيل دې سره د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي همكاري لا قوي شوې ده۔ ده په 12 جنوری 2026 د كراچۍ په بندر ځاې د کېنېډین کېنولا اولنے كھېپ اقتصادي همكارۍ ته د ودې وركولو مهم علامت وګرځولو۔ ده هيله څرګنده كړه چې د خارجه وزيرې انيتا آنند دا دوره به د پاكستان او كاناډا ترمينځه پخوانۍ ملګرتيا لا مستحكمه كړي او په بېلو څانګو كښې د همكارۍ نوې لارې به هوارې كړي۔ د خپل خطاب په پايه كښې د سېنېټ چيئرمېن د كاناډا د پخواني وزير او نوبېل امن انعام ترلاسه كونكي لېسټر بی پیئرسن قول نقل كولو سره ووئيل’’ تلپاتے امن د قامونو ترمينځه غوره تفاهم او ادراك سره تعلق لري”۔ وروستو د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په اسلام آباد كښې د كاناډا خارجه وزيرې محترمې انیتا آنند او د هغې پلاوي سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل كاناډا په هغه وړومبو هېوادونو كښی ؤ كوم چې پاكستان په 1947 كښې له جوړېدو سمدستي وروستو تسليم كړو چې ورسره د مضبوطو او تلپاتې دوه اړخيزه اړيكو بنياد كېښودلے شو۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو په كال 2022 كښی د سفارتي اړيكو 75مه سالګره ولمانځله كومه چې د ګډ تاريخ يو مهم پراؤ دے۔ ده د دواړو هېوادونو د پارليمانو په زياتېدونكي تړون د اطمينان څرګندونې كولو سره د پارلیمانی فرېنډشپ ګروپس ترمينځه د همكارۍ لا مؤثره كولو وړاندېز وركړو دغسې چې د موسمياتي بدلون ٬ ترهګرۍ ٬ امن او سلامتيا او تلپاتي پرمختګ په څير چېلنجونو په ګډه قابو وموندلې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن د پاكستان د دې كوټلي عزم پخلے وكړو چې كاناډا سره به پارليماني مرسته ٬ اقتصادي تړون ٬ تجارت ٬ سرمايه كاري او اولسي اړيكې لا مضبوطولې شي۔ ده باور څرګند كړو چې د خارجه وزيرې دا دوره به د پاكستان او كاناډا په اړيكو كښې يو نوے باب پرانيزي او د دواړو هېوادونو اولس له به د ګډ امن ٬ سوكالۍ او تلپاتي پرمختګ نوې موقعې رامخې ته كړي











