د جديد طرز واكمنۍ لپاره د مصنوعي ذهانت او په ډېټا اډانه نظام فعاله كړے شوے۔ وفاقي وزير احد خان چيمه

  اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) وفاقي وزير احد خان چيمه وئيلي دي د جديد طرز واكمنۍ لپاره د مصنوعي ذهانت او په ډېټا اډانه نظام فعاله كړے شوے دے٬ دا جديد نظام په حكومتي پرېكړو كښې سپېځلتيا او په وخت د اقدامات په حواله ډېر مهم دے۔ وفاقي وزير دا خبرې په وزيراعظم آفس كښې په مصنوعي ذهانت اډانه د جديد ټريکنګ او فيصله سازي د نظام …

 

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) وفاقي وزير احد خان چيمه وئيلي دي د جديد طرز واكمنۍ لپاره د مصنوعي ذهانت او په ډېټا اډانه نظام فعاله كړے شوے دے٬ دا جديد نظام په حكومتي پرېكړو كښې سپېځلتيا او په وخت د اقدامات په حواله ډېر مهم دے۔ وفاقي وزير دا خبرې په وزيراعظم آفس كښې په مصنوعي ذهانت اډانه د جديد ټريکنګ او فيصله سازي د نظام پرانستې غونډه كښې د ګډون په مهال وكړې۔ ده ووئيل  د وزيراعظم  د امر په رڼا كښې په فيصله سازي كښې جديد ټيکنالوجي كارولې كېږي٬ موثره پاليسي سازۍ او په ډېټا اډانه نتيجو لپاره دا نظام ډېر مهم دے۔ ده ووئيل په زوړ نظام كښې ټولې تقاضې نه ترسره كېدې  او آٶټ پټ څخه بشپړه استفاده نه كېده ٬ دې لپاره دغه خامۍ لرې كولو لپاره دا جديد نظام معارفي كړے شوے، په پخواني نظام كښې يو شمېر اقدامات او عوامل موجود نه وٶ كوم چې د دې نوي نظام برخه جوړه كړې شوي۔ په دې موقع د آئي ټي وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د وزيراعظم آفس سسټم په اړه بريفنګ كښې ووئيل  وزيراعظم محمد شهباز شريف په ماضي كښې د وزيراعليٰ په توګه ډيجيټائزيشن پېل كړے ٶ او د ھغې نه پس اوس مونږ ډيجيټل څخه اے آئي پلو روان يو او په ټولو څانګو كښې جديد ټيکنالوجي پكار راولوٶ، د سماجي تحفظ  لوي پروګرام هم ډيجيټائز كړے شوے۔ دې ووئيل  پيپر ليس حکمراني په پلو روان يو٬ د وزيراعظم آفس سسټم څخه به کارکردګي او د خود احتسابي عمل ښه شي۔

مزید خبریں