د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬ د پاكستان د راتلونكې سفارتي هلو ځلو د تيارو جاج واخستې شو

اسلام آباد21جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د نهې په ورځ په خارجه دفتر كښې د لوړې كچې غونډې مشري وكړه چې پكښې خارجه سېکرټري آمنه بلوچ او د وزارت سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د پاكستان د راتلونكې سفارتي هلو ځلو د تيارو جاج واخستې شو چې پكښې موثره رابطه كاري باوري كول او …

اسلام آباد21جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د نهې په ورځ په خارجه دفتر كښې د لوړې كچې غونډې مشري وكړه چې پكښې خارجه سېکرټري آمنه بلوچ او د وزارت سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د پاكستان د راتلونكې سفارتي هلو ځلو د تيارو جاج واخستې شو چې پكښې موثره رابطه كاري باوري كول او د هېواد ترجيحات مخ په وړاندې بوتللو ته خاص پاملرنه وشوه۔ نائب وزيراعظم خارجه وزارت ته امر وكړو چې نزدې رابطې دې په ځائ وساتلې شي او بشپړه تيارۍ دې وكړې شي دغسې چې د پاکستان قامي ګټو ته په موثره ډول وده وركول باوري كړې شي۔

مزید خبریں