اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د كشمير پارلماني کميټۍ چيئرمېن رانا محمد قاسم نون وئيلي دي جمو و کشمير د پاکستان يوه بنيادي سفارتي مسئله ده او چې پاکستان مضبوط وي نو د کشمير مقدمه به هم مضبوطه وي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې انسټيټيوټ آف ستراتېژك سټډيز اسلام آباد كښې د "يومِ الحاقِ پاکستان" په حواله سيمينار ته خطاب كښې رانا محمد قاسم نون ووئيل …
هند پخپل غېر قانوني تسلط لاندې جمو و کشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو هڅې كوي۔ رانا قاسم نون

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د كشمير پارلماني کميټۍ چيئرمېن رانا محمد قاسم نون وئيلي دي جمو و کشمير د پاکستان يوه بنيادي سفارتي مسئله ده او چې پاکستان مضبوط وي نو د کشمير مقدمه به هم مضبوطه وي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې انسټيټيوټ آف ستراتېژك سټډيز اسلام آباد كښې د “يومِ الحاقِ پاکستان” په حواله سيمينار ته خطاب كښې رانا محمد قاسم نون ووئيل په 19جولائي كال 1947 كښې كشميريانو پاکستان سره د الحاق پرېكړه كړې وه او دې مقصد لپاره ئې بې مثاله قربانۍ وركړې دي هند پخپل غېر قانوني تسلط لاندې جمو و کشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو هڅې كوي۔ ده په ځوانانو زور راوړو چې ھغوي د کشميريانو هلې ځې مخ په وړاندې بوتللو لپاره د سوشل ميډيا مثبت استعمال وكړي ۔ رانا محمد قاسم نون ووئيل پاکستان به د کشميري اولس سياسي٬ سفارتي اخلاقي مرسته روانه ساتي۔











