ډهاكه۔ 21 جولائي (اے پي پي) د بنګله دېش داخله وزارت اعلان كړے دے چې د روانې مياشتې څخه به د داسې نوي پاسپورټ چھاپ كول پېل كړي په كومو به چې بيا ليك وي چې " دا پاسپورټ د اسرائيل نه سوا" د نړۍ ټولو هېوادونو لپاره موثر دے۔ نوے پاسپورټ د اكتوبر مياشتې نه وګړو ته د جاري كېدو امكان دے ۔ د عرب نيوز تر مخه …
بنګله دېش به د اكتوبر مياشتې څخه د “اسرائيل نه سوا” شق لرونېكے نوے پاسپورټ جاري كوي

مزید خبریں
ډهاكه۔ 21 جولائي (اے پي پي) د بنګله دېش داخله وزارت اعلان كړے دے چې د روانې مياشتې څخه به د داسې نوي پاسپورټ چھاپ كول پېل كړي په كومو به چې بيا ليك وي چې ” دا پاسپورټ د اسرائيل نه سوا” د نړۍ ټولو هېوادونو لپاره موثر دے۔ نوے پاسپورټ د اكتوبر مياشتې نه وګړو ته د جاري كېدو امكان دے ۔ د عرب نيوز تر مخه د داخله وزارت ايډېشنل سېكرټري ډاكټر ضياﺀ الدين احمد تېره ورځ ووئېل د اتورار په ورځ په دې اړه سركاري حكم نامه جاري كړې شوې ٬ د كومې تر مخه چې په پاسپورټ بيا دا عبارت درج كولې شي “چې دا پاسپورټ د اسرائيل نه سوا د نړۍ هر هېواد لپاره موثر دے” هغه ووئېل د نوي پاسپورټ چهاپ كول به روانه مياشت پېل شي او هيله ده چې تر اكتوبر مياشت به اولس ته د نوي پاسپورټ وركړه پېل شي۔ هغه ووئېل په پاسپورټ كښې دا بدلون د حكومت د هغه موقف عكاسي كوي چې د فلسطيني اولس سره به د يو والي پېغام وركړي او په نړۍ به واضحه كړي چې د بنګله دېش اولس د فلسطينيانو سره ولاړ دے ٬ هغه ووئېل دا پرېكړه د بنګله دېشي اولس د خواهشات ترجماني كوي۔ ياد دې وي چې تر كال 2021 د بنګله دېش په پاسپورټ دا عبارت درج ؤ خو د پخوانۍ وزيراعظمې شيخ حسينه واجد حكومت د نوي پاسپورټ په معارفي كولو دا عبارت لرې كړے ؤ۔











