د چين وزيراعظم د برطانيې خپل نوې ټاملي شوي هم منصب له مباركي وركړه

  بيجنګ۔ 21 جولائي(اے پي پي) د چين وزيراعظم لي چهيانګ د برطانيې خپل نوي ټاكلي شوي هم منصب اينډي برنهم ته په جوكۍ سنبالولو مباركي وركړې ده۔ د سي جي ټي اين تر مخه  هغه تېره ورځ خپل پېغام مكښې ووئېل  چين او برطانيه له د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل مستقل غړو او د ڼړۍ مهمو معېشتونو  په توګه خبرې اترې او مرسته مضبوطول پكار ده۔  دې سره …

 

بيجنګ۔ 21 جولائي(اے پي پي) د چين وزيراعظم لي چهيانګ د برطانيې خپل نوي ټاكلي شوي هم منصب اينډي برنهم ته په جوكۍ سنبالولو مباركي وركړې ده۔ د سي جي ټي اين تر مخه  هغه تېره ورځ خپل پېغام مكښې ووئېل  چين او برطانيه له د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل مستقل غړو او د ڼړۍ مهمو معېشتونو  په توګه خبرې اترې او مرسته مضبوطول پكار ده۔  دې سره به نه يوازې  د دواړو هېوادونو خپلې ترقۍ ته ګټه ورسي بلكې نړيوال امن او استحكام ته هم مرسته ترلاسه شي۔ هغه ووئېل چين د برطانيې وزيراعظم اينډي برنهم سره په ګده كار كولو كښې د دوه اړخيزه تبادلو  ودې ٬  باور زياتولو  ٬ د مرستې پراخه كولو  او د دواړو هېوادونو  تر مينځه د اوږد مهاله مستحكمې او د جامع شراكت دارۍ پرله پسې زياتولو  لپاره چمتو دے ٬ دغسې چې د دواړو هېوادونو اولسونو ته لا ګټه ورسولې شي ۔

مزید خبریں