ایران ٬ پاسداران انقلاب  په کویت كښې د ګنو امریکائي  پوځي  تنصیباتو په نخښه كولو ادعا

  تهران۔21جولائي  (اے پي پي)د ایران پاسداران انقلاب د نهې په ورځ  سهار  جاري بيان  كښې ادعا وكړه  چې هغوي په  کویت  كښې د  امریکېائي پوځ ګن  ریډار  سسټمز په نخښه كړې دي ۔ د بي بي سي   تر مخه د کویت  په احمد الجابر اډه بريد كښې هغه ریډار او دفاعي نظام تباہ کړے شوے كوم چې د بريد  د پیشګي اطلاع  وركولو او د هغې  مخ نيوي لپاره …

 

تهران۔21جولائي  (اے پي پي)د ایران پاسداران انقلاب د نهې په ورځ  سهار  جاري بيان  كښې ادعا وكړه  چې هغوي په  کویت  كښې د  امریکېائي پوځ ګن  ریډار  سسټمز په نخښه كړې دي ۔ د بي بي سي   تر مخه د کویت  په احمد الجابر اډه بريد كښې هغه ریډار او دفاعي نظام تباہ کړے شوے كوم چې د بريد  د پیشګي اطلاع  وركولو او د هغې  مخ نيوي لپاره كارولې شو۔سینټکام او د  کویت چارواكو  لا تر اوسه  په دغې ادعا کوم غبرګون نه دې ښودلے۔ د پاسداران انقلاب  تر مخه  د دې بريدونو نه پس د  ایران نورو ډرون او میزائل بريدونو لپاره لاره هواره شوې ده۔  د ایران پوځ ادعا كرې ده  چې مونږ په کویت كښې د  امریکې هائي موبیلټي آرټلري راکټ سسټم (ایچ آئي ایم اے آر ایس)  هم ويشتلے دے  ۔د ایران  پوځ د اړخه جاري بیان  سره  د میزائل لانچ کولو وډیو هم جاري کړې شوې ده او وئېلي شوي دي چې د آپریشن ’’صاعقه‘‘  په 18 پراؤ  كښې زمكيز  پوځ د زمكې نه په زمكه  د ويشتونكو میزائلو د لارې د کویت  په عارف جان اډه د امریکې  تعينات ایچ آئی ایم اے آر ایس په نخښه كړے۔د ایچ آئی ایم اے آر ایس د راکټ توغونكے  يو   جدید نظام دے كوم چې په بيړه د يو ځائے نه بل ځائے ته منتقل کېدې شي

مزید خبریں