كال 2027 حج له آن لائن رجسټرېشن څخه وروستو دويم پړاؤ به ډېر زر پېل شي ، عازمين دې خپل نيمګړې خواستونه زر تر زره بشپړ كړي: د مذهبي چارو زارت وياند

اسلام آباد۔21جولائی (اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت وئيلي دي كال 2027 حج له آن لائن رجسټرېشن څخه وروستو دويم پړاؤ نزدے دے ، حج له تلونكي دې خپل نيمګړي خواستونه زر تر زره بشپړ كړي۔ د نهې په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند په يو بيان كښې وئيلي دي چې حج 2027  څخه تر 2030 رجسټرېشن كوونكي دې د خپلو خواستونو سټېټس آن لائن چېك كړي۔ كه …

اسلام آباد۔21جولائی (اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت وئيلي دي كال 2027 حج له آن لائن رجسټرېشن څخه وروستو دويم پړاؤ نزدے دے ، حج له تلونكي دې خپل نيمګړي خواستونه زر تر زره بشپړ كړي۔ د نهې په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند په يو بيان كښې وئيلي دي چې حج 2027  څخه تر 2030 رجسټرېشن كوونكي دې د خپلو خواستونو سټېټس آن لائن چېك كړي۔ كه تر دې دمه پېنډنګ راځي نو خپل اړوند كوائف دې پوره كړي۔ ده ووئيل د خواست كوونكو آن لائن سټېټس ’’کمپلېټ ‘‘ او’’ سبمټډ‘‘  كېدل ضروري دي۔ له دې پرته د هغوي د حج درخواست دويم پړاؤ پېل كېدے نه شي۔