صدر مملكت آصف علي زرداري د بيلجيئم شاه ، حکومت او اولس له په قامي ورځ مباركي وركړه

اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د بيلجيئم شاه فلپ ، حکومت او اولس له په قامي ورځ مباركي وركړې ده۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د مباركۍ خپل پېغام كښې ووئيل پاكستان بېلجيئم سره په متقابل احترام ٬ باور او خېر سګالۍ ولاړې په زړه پورې اړيكې لري۔ ده په تېرو كلونو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه په …

اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د بيلجيئم شاه فلپ ، حکومت او اولس له په قامي ورځ مباركي وركړې ده۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د مباركۍ خپل پېغام كښې ووئيل پاكستان بېلجيئم سره په متقابل احترام ٬ باور او خېر سګالۍ ولاړې په زړه پورې اړيكې لري۔ ده په تېرو كلونو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو برخو كښی د همكارۍ وده خوشبينه ګرځولو سره ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته د قدر په نظر ګوري كومو كښې چې بيلجيئم مهم كردار لري۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان بيلجيئم سره د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ ګډ مقصدونه ترلاسه كولو له همكاري لا مضبوطولو كښې خوښي لري۔ د باور څرګند كړو چې په سباؤن كښې به دوه اړخيزه ملګرتيا او همكاري له وده ومومي۔

مزید خبریں