اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د سېنټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني فيفا ورلډ کپ كښې په زړه پورې کاميابۍ د سپين حکومت٬ قامي ډلې٬ كوچنګ سټاف او لوبغاړو له مباركي وركړه۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل د جام په مهال سپين غېر معمولي کارکردګۍ، ښه ټيم ورك، نظم و ضبط، عزم او د ښې لوبې اعلې معيار د نړيوال چيمپئن جوړولو حقيقي حقدار ثابت …
د سېنېټ چيئرمين فيفا ورلډ کپ كښې په زړه پورې کاميابۍ د سپين حکومت٬ قامي ډلې٬ كوچنګ سټاف او لوبغاړو له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د سېنټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني فيفا ورلډ کپ كښې په زړه پورې کاميابۍ د سپين حکومت٬ قامي ډلې٬ كوچنګ سټاف او لوبغاړو له مباركي وركړه۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل د جام په مهال سپين غېر معمولي کارکردګۍ، ښه ټيم ورك، نظم و ضبط، عزم او د ښې لوبې اعلې معيار د نړيوال چيمپئن جوړولو حقيقي حقدار ثابت كړو ۔ ده ووئيل سپين په ټوله مقابله كښې د ښه مهارت٬ غوزره تګلارې او د غېر معمولي استقامت څرګندونې كولو سره دا اعزاز پخپل نوم كړو كوم چې د ستائنې وړ دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې سپين به په سباون كښې هم د لوبو په مېدان كښې خپل ښه روايات، اعليٰ کارکردګي او د فيئر پلے جذبې د لارې نړيوالې ورورولۍ لپاره يو مثالي كردار لوبوي۔ ده د سپېن قامي ډلې لپاره په سباون كښې د نورو کاميابو او په نړيواله كچه د نوو فتوحاتو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه










