د وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او كاناډا ترمينځه تجارت٬سرمايه كارۍ٬كركيلې ٬ايګري فوډز او ويكسين جوړولو پشمول بيلو څانګو كښې اړيكې لا پراخه كولو لپاره د عزم پخلے

  اسلام آباد 20 جولائی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او كاناډا ترمينځه تجارت٬سرمايه كارۍ٬كركيلې٬ايګري فوډز او ويكسين جژړولو ٬ د تجديد وړ توان٬آټو موبائل او  د آټو پارټس صنعت پشمول بيلو څانګو كښې د اړيكو لا پراختيا له د عزم پخلے كړے دے۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آئنند په وزيراعظم هاؤس كښې …

 

اسلام آباد 20 جولائی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او كاناډا ترمينځه تجارت٬سرمايه كارۍ٬كركيلې٬ايګري فوډز او ويكسين جژړولو ٬ د تجديد وړ توان٬آټو موبائل او  د آټو پارټس صنعت پشمول بيلو څانګو كښې د اړيكو لا پراختيا له د عزم پخلے كړے دے۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آئنند په وزيراعظم هاؤس كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين٬د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر سيد توقير شاه او نور اعلٰی سركاري چارواكي هم موجود وو۔ په زړه پوري ماحول كښې د شوي ملاقات په مهال وزيراعظم د كاناډا خارجه وزيرې ته پاكستان ته په راتګ هركلے اووې او د دې خبرې پخلے يې وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې قائم دي كومې چې په خاص توګه د تجارت٬سرمايه كارۍ٬كركيلې پشمول ايګري فوډز او ويكسين جوړولو٬د تجديد وړ توان٬آټو موبائل او آټو پارټس صنعت په څانګو كښې د لا پراخه كولو ضرورت دے۔وزيراعظم د كاناډا وزيراعظم مارك كارني لپاره د نيكو هيلو پېغام هم وركړو او وې وئېل چې هغه سره ډېر زر ملاقات ته منتظر يم۔ده اپريل كښې د كاناډا خپل هم څنګ سره د شوو ټيليفوني خبرو اترو هم ذكر وكړو او په منطقه كښې د امن هڅو لپاره يې د پاكستان په ملاتړ كولو د كاناډا مننه وكړه۔د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آنند اسلام آباد كښې پخپل او د پلاوي په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔دې د وزيراعظم محمد شهباز شريف لپاره د كاناډا وزيراعظم مارك كارني د خېرسګالۍ پیغام هم ورسولو او وې وئېل چې دا دوره د خپل وزيراعظم په هدايت د پاكستان سره اړيكو ته پراختيا وركولو لپاره ده۔ د دوه اړخيزه اړيكو په اړه د كاناډا خارجه وزيرې  د كركيلې٬معدنيات او توان نه علاوه  د آټو او آټو پارټس صنعت  كښې تجارت او د مرستې نوو موقعو لټولو  له د خپل حكومت  خواهش څرګند كړو ۔په دې لړ كښې هغې ووئيل  د غېر ملكي سرمايه كارۍ ودې او تحفظ لوظ نامه په پاكستان كښې د كاناډا سرمايه كارو باور زياتولو او سرمايه كارۍ كښې زياتوالي لپاره به مهمه وګرځي۔دواړو لارښودو په دې خبره هم اتفاق وكړو چې په كاناډا كښې ميشته پاكستاني ورورولي د دواړو هېوادونو ترمينځه  د يو قوي پل كردار ادا كوي۔دواړو لارښودو د تجارت او معدنيات په څانګو كښې د پلاويو په تبادله هم اتفاق وكړو او د شريكې ګټې موقعې به لټولې شي او دوه اړخيزه تجارت او د سرمايه كارۍ امكانات ته به وده وركولې شي۔د ملاقات نه پس وزيراعظم د كاناډا څخه د پاكستان كينولا درآمد په اړه د فائټو سينيټري ضوابط په پروټوكول د لاس ليك دستورې مشاهده هم وكړه۔په دې پروټوكول نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار او د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آئنند لاس ليك وكړو

مزید خبریں