تهران ۔20 جولائي (اے پي پي) د امرېكې پوځ مركزي كمان (سېنټكام) د ګل په ورځ سهار په انمه ورځ هم په ايران د پرله پسې بريدونو دوامداره ساتلو ادعا كړې ده او د ايران د بېلا بېلو سيمو بشمول تبرېز ٬ د هرمزګان ولايت په سېريك ٬ چابهار او بوشهر كښې د چاودنو اطلاعات تر لاسه شوي دي ۔ د بي بي سي تر مخه د تبرېز په لوېديزه …
د امرېكې پرله پسې په انمه ورځ هم په ايران د بريدونو دوامداره ساتلو ادعا٬ تبرېز ٬ سېريك ٬ چابهار او بوشهر ولايت كښې د چاؤدنو اطلاعات

مزید خبریں
تهران ۔20 جولائي (اے پي پي) د امرېكې پوځ مركزي كمان (سېنټكام) د ګل په ورځ سهار په انمه ورځ هم په ايران د پرله پسې بريدونو دوامداره ساتلو ادعا كړې ده او د ايران د بېلا بېلو سيمو بشمول تبرېز ٬ د هرمزګان ولايت په سېريك ٬ چابهار او بوشهر كښې د چاودنو اطلاعات تر لاسه شوي دي ۔ د بي بي سي تر مخه د تبرېز په لوېديزه برخه كښې درې چاودنې اورېدلې شوي دي او د دغه ځايونو نه د اور لمبو وهلو وېډېوز هم رامخې ته شوي دي۔ د راپور تر مخه ځېنې غېر سركاري ذرائعو ادعا كرې ده جې په تبرېز كښې د مېزائل اډې په نخښه كرې شوي او دغه اډې د دې نه وړاندې د ايران او امرېكې په جڼك كښې هم وېشتلې شوې وې۔دغسې په چابهار او كنارك كښې هم د چاودنو غږونه اورېدلې شوي دي۔ د بوشهر ولايت په خور موج كښې د پاسداران انقلاب يوه اډه هم د ويشتلو اطلاعات راغلي دي ۔ خو د ايران سركاري ذرائعو د اړخه د دې بريدونو په اړه كوم تفصيلات نه دي جاري كړې شوي










