اسلام آباد۔20جولائی(اے پی پی) وزیراعظم حفظ مراتب (وارنټ آف پریسیډنس) كښی په مجوزه بدلونونو مكمل غولو كولو له د اعلی كچې كمېټي جوړه كړې ده۔ دې کمېټۍ ته په بنيادي توګه دا مېنډېټ وركړے شوے چې هغه د وارنټ آف پریسېډنس د موجوده قانوني حېثيت بشپړ جاج واخلي ٬ د ’مصطفیٰ امپېکس کېس‘ پرېكړې په رڼا كښې دې بدلونونو لپاره مجاز اتھارتي متعين كړي او د سركاري عهدو درجه …
حفظ مراتب (وارنټ آف پریسیډنس) كښې مجوزه بدلونونو له د اعلی كچې كمېټۍ جوړه كړې شوه ٬ په 14 ورځو كښې به وزيراعظم ته رپورټ وړاندې كوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔20جولائی(اے پی پی) وزیراعظم حفظ مراتب (وارنټ آف پریسیډنس) كښی په مجوزه بدلونونو مكمل غولو كولو له د اعلی كچې كمېټي جوړه كړې ده۔ دې کمېټۍ ته په بنيادي توګه دا مېنډېټ وركړے شوے چې هغه د وارنټ آف پریسېډنس د موجوده قانوني حېثيت بشپړ جاج واخلي ٬ د ’مصطفیٰ امپېکس کېس‘ پرېكړې په رڼا كښې دې بدلونونو لپاره مجاز اتھارتي متعين كړي او د سركاري عهدو درجه بندۍ (رېنکنګ) لپاره دې سپېځلې او بې پرې اصول وضعه كړي۔ د كابينه ډويژن لخوا د جاري شوي اوسني نوټېفكېشن له مخې د قانون او انصاف وفاقي وزير د دې كېمټۍ چيئرمېن غوره كړے شوے دے۔ په دې اعلی اختياراتي كمېټۍ كښې د بېن الصوبائي رابطې وزير ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير ، د روغتيا او خدمات وفاقي وزير او پي اېم او لپاره د وزير اعظم سلاحكار د غړو په حېث شامل كړې شوي۔ دې سره سره د كېبنټ ډويژن سېكرټري به د كمېټۍ غړې او سېكرټري وي۔ دغسې د اسټېبلشمنټ ډويژن سېكرټري هم د دې كمېټۍ برخه دے۔ كمېټي به په 14 ورځو كښې خپل حتمي سفارشات او ترميمي مسوده وزيراعظم ته وړاندې كوي










