د قانون ٬ انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ سره د ملګرو ملتونو د مېرمنو تنظيم اي ډي چيف آف سټاف نصيري ملاقات

  اسلام آباد۔20جولائی (اے پی پی) د قانون ٬ انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ سره د ملګرو ملتونو د مېرمنو تنظيم اي ډي چيف آف سټاف نصيري ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستاني حكومت او د ملګرو ملتونو د مېرمنو تنظيم ترمينځه د مېرمنو په حقونو ٬ صنفي مساوات ٬ د مېرمنو او انجونو واكمنې كولو او د حكمرانۍ بشپړ چلند ته وده …

 

اسلام آباد۔20جولائی (اے پی پی) د قانون ٬ انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ سره د ملګرو ملتونو د مېرمنو تنظيم اي ډي چيف آف سټاف نصيري ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستاني حكومت او د ملګرو ملتونو د مېرمنو تنظيم ترمينځه د مېرمنو په حقونو ٬ صنفي مساوات ٬ د مېرمنو او انجونو واكمنې كولو او د حكمرانۍ بشپړ چلند ته وده وركولو له روانه همكاري لا پياوړې كولو  په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د ملګرو ملتونو د مېرمنو تنظيم په پلاوي كښې پاکستان كښې د مېرمنو كنټري استازے جمشېد اېم قاضی او ډپټی کنټری استازې فهمیدہ اقبال خان هم شامله وه۔ وفاقی وزیر پاكستان سره د ملګرو ملتونو د مېرمنو تنظيم پرله پسې مرسته وستائله او د مېرمنو د حقونو تحفظ ٬ صنفي مساوات ته وده وركولو ٬ انصاف ته لاسرسنه لا ښه كولو او مؤثره پالېسي جوړولو له د بشري حقونو وزارت او د ملګرو ملتونو د مېرمنو تنظيم ترمينځه په نزدې همكارۍ رڼا واچوله۔ د ملاقات په مهال د مېرمنو او كوچنيانو خلاف تشدد ختمولو سره په اړونده  پالېسۍ د روان پېشرفت جاج واغستلے شو كومه چې د ملګرو ملتونو د مېرمنو تنظيم تكنكي مرستې سره صوبائي حكومتونو ٬ سول سوسائټي او د زده كړو پوهانو په مشاورت سره جوړه كړې شوې ده ۔ وفاقي وزير دې قومي پالېسۍ ته زر تر زره د حتمي شكل وركولو او د دې عملي كولو له د حكومتي عزم پخلے وكړو۔ په ملاقات كښې نصيري د ملګرو ملتونو د مېرمنو تنظيم اي ډي لخوا وفاقي وزير ته يوه تعريفي چيټۍ وركړه په كومه كښې چې مېرمنو لپاره د او آئي سي 9 كنفرنس په كاميابۍ سره كولو ٬ راروانو دوو كلونو لپاره د كنفرنس چيئرمېن شپ په سنبالولو او د مېرمنو خپل واكه كولو او صنفي مساوات ته ودې وركولو له د پاكستان قائدانه كردار ستائلے شوے دے۔ په دې موقع وفاقي وزيري د مېرمنو او انجونو د حقونو تحفظ ٬ صنفي مساوات ته ودې وركولو او تلپاتي پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو د مېرمنو تنظيم سره د همكارۍ لا مضبوطولو لپاره د حكومتي عزم څرګندونه وكړه۔ ملاقات كښې دواړو اړخو لخوا د مېرمنو خودمختارۍ  او پاكستان كښې صنفي مساوات ته ودې وركولو له همكارۍ ته د ودې وركولو د عزم پخلے وشو

مزید خبریں