اسلام آباد۔20جولائی (اے پی پی) د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آنند د كورنيو چارو وزارت دوره وكړه او وفاقي وزير محسن نقوي سره يۍ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په پاك كاناډا اړيكو ٬ تجارت ٬ سكيورټي او د رابطو زياتولو په شمول د منطقې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري ٬ کېنېډین هائی کمشنر، ډي جي اېف آئی …
د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آنند د كورنيو چارو وزير محسن نقوي سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔20جولائی (اے پی پی) د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آنند د كورنيو چارو وزارت دوره وكړه او وفاقي وزير محسن نقوي سره يۍ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په پاك كاناډا اړيكو ٬ تجارت ٬ سكيورټي او د رابطو زياتولو په شمول د منطقې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري ٬ کېنېډین هائی کمشنر، ډي جي اېف آئی اے او د ایډیشنل داخله سېكرټري په شمول نور اعلی چارواكي موجود وو۔ د ملاقات په مهال په غېر قانوني امېګرېشن ، بشري قاچاق او د سائبر كرائمز مخنيوي لپاره په شريكو اقداماتو او د قانون نافذ كوونكو ادارو افسرانو لپاره په ټرېننګ اواېكسچېنج پروګرامونو پېل كولو خبرې وشوې۔ دواړو لارښودو دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو او فعاله كولو له د يو مفاهمتي يادښت زر تر زره په لاس ليك كولو هم اتفاق وكړو۔ وفاقي وزير محسن نقوي خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان كاناډا سره په ټولو څانګو كښې خپلو اړيكو ته وده وركول غواړي او په كاناډا كښې مېشته پاكستانۍ كميونټي د دواړو هېوادونو په پرمختګ كښې زيات فعاله او مثبت كردار ترسره كوي۔ وزیر مملکت طلال چوهدری ووئيل كاناډا سره د شريكې ګټې څانګو كښې د همكارۍ لوظنامې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا پياوړې شي۔ خارجه وزيرې انيتا آنند پاكستان سره د خپل هېواد اړيكې زياتې مهمې ګرځولو سره ووئيل كاناډا پاكستان سره دوه اړخيزه اړيكې لا پراخه كول غواړي۔ دې زياته كړه چې دوه اړخيزه مرسته لا منظم كولو له بايد يو بشپړ فرېم ورك مرتب كړے شي










