د ګل نه تر شورو ورځې بره پښتونخوا، ګلګت بلتستان، مري، ګليات او د کشمير په غرئيزو سيمو كښې د لينډ سلائيډنګ اندېښنه ده

  اسلام آباد 20 جولائي  (اے پي پي) د موسميات محكمې خبردارے وركړے دے چې د ګل نه تر شورو ورځې بره خېبرپښتونخوا (دير، چترال، سوات، کوهستان، بونير، مانسهرہ، ايبټ آباد)، ګلګت بلتستان، مري، ګليات او د کشمير په غرئيزو سيمو كښې د لينډ سلائيډنګ اندېښه ده، د بارانونو په مهال کشمير، مري ، ګليات، شمالي ختيز پنجاب، اسلام آباد، خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او د ډيرہ غازي خان په …

 

اسلام آباد 20 جولائي  (اے پي پي) د موسميات محكمې خبردارے وركړے دے چې د ګل نه تر شورو ورځې بره خېبرپښتونخوا (دير، چترال، سوات، کوهستان، بونير، مانسهرہ، ايبټ آباد)، ګلګت بلتستان، مري، ګليات او د کشمير په غرئيزو سيمو كښې د لينډ سلائيډنګ اندېښه ده، د بارانونو په مهال کشمير، مري ، ګليات، شمالي ختيز پنجاب، اسلام آباد، خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او د ډيرہ غازي خان په غرئيزو خوړونو او شمالي ختيز بلوچستان كښې په ځائي خوړونو كښې د سېلاب اندېښنه ده، د بارانونو له امله اسلام آباد/پېنډۍ، پېښور، ګوجرانواله، لاهور، سيالکوټ، ملتان او د فيصل آباد په لاندې سيمو كښې د اوبو راتلو اندېښه ده، د سختو بارانونو، سېلۍ او د آسماني تندر پرېوتو له امله كمزورې ودانۍ (سولر پينلز، د بجلۍ ستنې، بل بورډز وغيرہ) ته هم د زيان رسېدو اندېښنه ده۔ د راتلونكو 24 ساعتو په مهال خېبرپښتونخوا، کشمیر، اسلام آباد،  بره/مېنځني پنجاب ، شمالي ختيز بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې سېلۍ سره په زياتره سيمو كښې د باران امكان دے، په دې موقع ځېنې ځايونو كښې د سخت باران توقع ده۔

مزید خبریں