د جموں  په سيمه كښې د  سیلاب له امله 14 كسان په حق ورسېدل  ، ګن بې دركه

جموں۔20جولائي  (اے پي پي ) د هند  په غیرقانوني تسلط لاندې د جموں وکشمیر  په جموں منطقه كښې د  طوفاني بارانونو له امله   سیلاب او د خاورې كمرو  رغړېدو څخه 14 كسان په حق ورسېدل  او ګن شمېر بې دركه شوي دي ۔د  کشمیرمیډیا سروس  تر مخه د مرستې  ډلې  وئېلي دي زيات كسان د پونچھ ضلعې تر ټولو زياتې ځپلې  سيمې سرنکوټ كښې بې دركه شوي دي د كومو …

جموں۔20جولائي  (اے پي پي ) د هند  په غیرقانوني تسلط لاندې د جموں وکشمیر  په جموں منطقه كښې د  طوفاني بارانونو له امله   سیلاب او د خاورې كمرو  رغړېدو څخه 14 كسان په حق ورسېدل  او ګن شمېر بې دركه شوي دي ۔د  کشمیرمیډیا سروس  تر مخه د مرستې  ډلې  وئېلي دي زيات كسان د پونچھ ضلعې تر ټولو زياتې ځپلې  سيمې سرنکوټ كښې بې دركه شوي دي د كومو لټون چې وران دے ۔ چارواكو ووئېل  سرنکوټ كښې د چركونو  نه بس راغلي سیلاب  تباهي وكړه ۔ سب ډویژنل مجسټریټ سرنکوټ فاروق خان  وئېلي دي  تر اوسه  7 مړي راوستلې شوي  او 8  كسان لا بې دركه دي ۔مرہ كلي كښې 2 مړي موندلې شوي او  6 كسان لا ورك دي ۔ د سانګله څخه  هم د 2  كسانو مړي موندلې شوي او مرہوټ  نه د يو كس مړے تر لاسه شوے ۔ د ډوګریاں بفلیاز  نه  د يو كس د بې دركه كېدو اطلاع راغلې۔ نونه بانډه كښې 28 كلنه نازیه کوثر د كور پرېوتلو څخه په حق رسېدلې   او4 كسان ژوبل شوي ډسټرکټ هسپتال پونچھ ته منتقل کړے شوي دي ۔بل خوا د بابا غلام شاہ بادشاہ یونیورسټي راجوري د خراب موسم او سیلاب تر مخه د 24 جولائي  پورې ټول امتحانات ملتوي كړې دي۔

مزید خبریں