نائجر كښې د دفاعي و امنيتي ځواكونو  په ډله   د ترهه ګرو بريد ، 16  اهلکار په حق ورسېدل ، 23  ژوبل

  نیامے۔20جولائي  (اے پي پي)د مغربي افریقي هېواد  نائجر  په لوېديزه سيمه كښې د هېواد دفاعي و امنيتي ځواكونو په ډله د ترهه ګرو  په بريد كښې 16  پوځيان په حق ورسېدل او   23  ژوبل شول۔ د شنهوا تر مخه د  نائجر دفاع وزارتِ بيان كښې وئېلي دي دا بريد تېره ورځ د مغربي تیلابیري په سيمه کښې شوے ، كومه چې د مالي او  برکینا فاسو په  پولو   پرته …

 

نیامے۔20جولائي  (اے پي پي)د مغربي افریقي هېواد  نائجر  په لوېديزه سيمه كښې د هېواد دفاعي و امنيتي ځواكونو په ډله د ترهه ګرو  په بريد كښې 16  پوځيان په حق ورسېدل او   23  ژوبل شول۔ د شنهوا تر مخه د  نائجر دفاع وزارتِ بيان كښې وئېلي دي دا بريد تېره ورځ د مغربي تیلابیري په سيمه کښې شوے ، كومه چې د مالي او  برکینا فاسو په  پولو   پرته سيمه ده ۔ بیان كښې وئېلې شوي دي  په  جوابي کارروائۍ كښې 15  ترهه ګر  وژلے شوي  او 5 موټرسائیکلز په قبضه كښې اغستلې شوي او څلور تباہ کړې شوي دي  ۔ د دفاع وزارتِ  تر مخه  دفاعي و امنيتي ځواكونو د فضائي معاونت سره سمدستي ځوابي  کارروائي وكړه، د كومې په  نتیجه كښې چې بريد كوونكې  په وروستو تللو مجبور شول۔  سيمه كښې سرچ، کلیئرنس او د سکیورټي آپریشنز روان  دي۔

مزید خبریں