چکسواری، اسلام ګړھ۔20 جولائی(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د اسلام ګړھ ككړه ټاؤن سيمه كښې د پاكستان مسلم ليګ ن كانديد حلقه اېل اے۔2 چوهدری عظیم بخش د مركزي انتخابي دفتر پرانسته وكړه۔ د ګل په ورځ د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د پرانستې دستورې ته خطاب كښی وفاقي وزير ووئيل ګوند كښې د نوو …
د وفاقي وزير انجینئر امیر مقام چکسواري ، اسلام ګړھ كښې د مسلم ليګ (ن) د كانديد نوې انتخابي دفتر پرانسته وكړه

مزید خبریں
چکسواری، اسلام ګړھ۔20 جولائی(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د اسلام ګړھ ككړه ټاؤن سيمه كښې د پاكستان مسلم ليګ ن كانديد حلقه اېل اے۔2 چوهدری عظیم بخش د مركزي انتخابي دفتر پرانسته وكړه۔ د ګل په ورځ د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د پرانستې دستورې ته خطاب كښی وفاقي وزير ووئيل ګوند كښې د نوو شاملېدونكو كسانو مننه كوم۔ انجینئر امیرمقام ووئيل د مسلم ليګ ن لارښود نواز شريف په آزاد كشمير كښې پرمختيائي منصوبو ته خصوصي پام لرنه كوي او د اولس خېر ښېګړې له يۍ مهم اقدامات كړي ۔ ده ووئيل په آزاد كشمير كښې به 5 دانش سكولونه جوړولې شي۔ ده ووئيل د لارښود نواز شريف دريځ دا دے چې آزاد كشمير او ګلګت بلتستان ته دې هم اېن اېف سي ايوارډ كښې برخه وركړی شي۔ ده ووئيل كډوالو لويې قربانۍ وركړې دي او ستونزو سره له مخ پاتې كېدو وروستو دلته مېشته شوي دي۔ ده د وسله والو ځواكونو د اوسنيو كاميابو ذكر كولو سره ووئيل معركه حق يوه لويه كاميابي ده۔ ده ووئيل مسلم ليګ به اولس كله هم مايوسه نه كړي۔ په دستوره كښې د مسلم ليګ ن لارښود نذير انقلابي ٬ راجه فياض او د راجه وسيم خالد په شمول نورو مركزي او ځائي مشرانو او كاركنان ګډون وكړو










