د پاسداران انقلاب اردن كښې د بېلسټك توغندو د لارې د امريكائي پوځ په نښه كولو ٬ د ګڼ شمېر امريكائي اهلكارو وژلو ادعا

  تهران ۔20جولائی(اے پی پی) د ايران پاسداران انقلاب په اردن كښې د بېلسټك توغندو د لارې د امريكائي پوځ په نښه كولو او ګڼ شمېر امريكائي اهلكارو وژلو ادعا كړې ده۔ د بی بی سی له مخې ایرانی پاسدارانِ انقلاب وئيلي دي چې د اردن په عقبه هوائي ډګر د امريكائي پوځ سی۔17 ټرانسپورټ الوتكې او پی۔8 کمانډ اېنډ كنټرول الوتكې په نښه كړې شوې دي۔ د پاسدارانِ انقلاب …

 

تهران ۔20جولائی(اے پی پی) د ايران پاسداران انقلاب په اردن كښې د بېلسټك توغندو د لارې د امريكائي پوځ په نښه كولو او ګڼ شمېر امريكائي اهلكارو وژلو ادعا كړې ده۔ د بی بی سی له مخې ایرانی پاسدارانِ انقلاب وئيلي دي چې د اردن په عقبه هوائي ډګر د امريكائي پوځ سی۔17 ټرانسپورټ الوتكې او پی۔8 کمانډ اېنډ كنټرول الوتكې په نښه كړې شوې دي۔ د پاسدارانِ انقلاب لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د اردن اولس او پوځ لخوا د ترلاسه شوي درست معلومات په بنياد الازرق سيمه كښې 20 هېنګرز په نښه كړې شول په كومو كښې چې امريكائي پوځي اهلكار موجود وو۔ د پاسدارانِ انقلاب له مخې په دې بريد كښې ګڼ شمېر اهلكار ووژل شول۔ ايراني مېډيا وئيلي چې په دې بريد كښې بېلسټك توغندي وكارولې شو۔

مزید خبریں