د كال 1947 جولائي مياشتې 19 مه نېټه د كشميري اولس د تاريخ زرين باب دے ، وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔19جولائی(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوري د يوم الحاق باكستان په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي د جولائي 19 مه نېټه كال 1947 د كشميري اولس د تاريخ زرين باب دے٬ كشميري اولس د خپلو اجتماعي هيلو څرګندونه كولو سره پاكستان سره د الحاق تاريخي قرارداد منظور كړے و۔ د اتوار په ورځ په خپل پېغام كښې ده ووئيل د كشمير او …

اسلام آباد۔19جولائی(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوري د يوم الحاق باكستان په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي د جولائي 19 مه نېټه كال 1947 د كشميري اولس د تاريخ زرين باب دے٬ كشميري اولس د خپلو اجتماعي هيلو څرګندونه كولو سره پاكستان سره د الحاق تاريخي قرارداد منظور كړے و۔ د اتوار په ورځ په خپل پېغام كښې ده ووئيل د كشمير او پاكستان ترمينځه رشته يوازې په جغرافيه نه بلكې په ګډ تاريخ ٬ كلتور او مذهب اډانه ده۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان به تل د كشمير اولس د خپلواكۍ جائز حق اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ دوامدار ساتي۔ پاكستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې عادلانه او تلپاتي حق كښې خوښي لري۔ ده ووئيل په دې موقع مونږ د كشميري ورونړو خوېند عزم ٬ حوصلې او قربانيو ته سلام كوو۔ ده وئيل د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره پاكستان د خپل نه كمزورې كېدونكي ملاتړ پخلے كوي۔