اسلام آباد۔19جولائی (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري ویلي دي چې پاکستان سره د الحاق ورځ مونږ ته د پاکستان او د جمو و کشمیر د خلکو ترمنځ د ژورو تاریخي، کلتوري او روحاني اړیکو یادونه کوي او همدارنګه د خپل راتلونکي په اړه د کشمیري خلکو د آزادې ارادې د درناوي اهمیت بیا تکراروي۔ نزدې اتو لسیزو راهېسې، د جمو او کشمیر شخړه د ملګرو ملتونو د …
پاكستان سره د الحاق ورځ مونږ ته د پاکستان او کشمیري اولس ترمنځ د ژورو تاریخي، کلتوري او روحاني اړیکو یادونه کوي: صدر آصف علي زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد۔19جولائی (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري ویلي دي چې پاکستان سره د الحاق ورځ مونږ ته د پاکستان او د جمو و کشمیر د خلکو ترمنځ د ژورو تاریخي، کلتوري او روحاني اړیکو یادونه کوي او همدارنګه د خپل راتلونکي په اړه د کشمیري خلکو د آزادې ارادې د درناوي اهمیت بیا تکراروي۔ نزدې اتو لسیزو راهېسې، د جمو او کشمیر شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو پرېکړو باوجود حل نه شوه۔ د خالي په ورځ په خپل پیغام کښې صدر مملكت وویل چې ننۍ ورځ د جمو وكشمير مسلم كنفرنس لخوا په 19 جولائي 1947 د منظور شوي هغه قرارداد په ياد كښې نمانځلې شي كوم چې د نيمې اوچې د تاريخ په يو پرېكنده پړاؤ كښې د جمو وكشمير د مسلمانانو د سياسي هيلو عكاسي كوي۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان تل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې ددې شخړې د عادلانه اوسوليز حل وكالت كړے دے۔ مونږ په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د خپلواكۍ حق باوري كولو له د كشميري اولس د روانو ستړو ملاتړ كولو سره خپله ذمه واري ترسره كړي۔ صدر مملکت ووئيل د كشميري اولس عزم او حوصلې ته سلام كوم كومو چې د خپل جائز حق ترلاسه كولو له ځانګړې قربانۍ وركړې۔ پاكستان خپلو كشميري ورونړو خوېندو سره يو برابر ولاړ دے او د خپلواكۍ نه منسوخ كېدونكي حق ترلاسه كېدو پورې به ددوئي سفارتي ٬ سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ ده هيله ولرله چې دا ورځ دې د جمو وكشمير شخرې سوليز ٬ عادلانه او او تلپاتي حل لپاره زمونږ اجتماعي عزم ته نوے ژوند وركړي او په سوئيلي آسيا كښې دې د تلپاتي امن ٬ سلامتيا او سوكالۍ پېش خېمه ثابت شي۔









