اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د خالي په ورځ دلته د پري كونسل آف كامن انټرسټس كمېټۍ غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم او د مشتركه مفاد كونسل چيئرمېن لخوا تشكيل كړې شوې كمېټۍ د شريكو ګټو كونسل (سی سی آئی) 53 مې غونډې څخه وړاندې په اسلام آباد كښې د نائب وزيراعظم په دفتر …
د خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پري كونسل آف كامن انټرسټس كمېټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد۔18جولائی(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د خالي په ورځ دلته د پري كونسل آف كامن انټرسټس كمېټۍ غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم او د مشتركه مفاد كونسل چيئرمېن لخوا تشكيل كړې شوې كمېټۍ د شريكو ګټو كونسل (سی سی آئی) 53 مې غونډې څخه وړاندې په اسلام آباد كښې د نائب وزيراعظم په دفتر كښې د تيارۍ يوه غونډه وكړه۔ بشپړ غور څخه وروستو کمېټۍ وزیراعظم او چیئرمېن سی سی آئی ته سپارښتنه وكړه چې د كونسل راراوانه غونډه دې راروانه اګست مياشت كښې وكړے شي۔ نائب وزيراعظم د دې عزم پخلې وكړو چې د حکومت ترجیح په همكارۍ اډانه وفاقي نظام لا مضبوطول ٬ د وفاق او صوبو ترمينځه مؤثرې همغږۍ ته وده وركول او داسې پرېكړې مخ په وړاندې بوتلل دي چې ورسره قامي ګټې خوندي شي او وده ومومي۔ غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير ٬ د بېن الصوبائي رابطه وفاقي وزير ٬ خاص مرستيال طارق باجوه ٬ دكابينه ډويژن ٬ د شريكو ګټو كونسل ، منصوبه بندۍ، پېټرولیم، آبی وسائل، توان، صحت، د سمندر پورې پاکستانی وګړو او بشري وسائلو سېكترانو او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔










